په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال
د افغانستان کرکټ بورډ څو کاله وړاندې شااوخوا ۸۰ لوبغاړو سره تړونونه وکړل چې میاشتنی معاش به ورته ورکوي.
ښاغلي غني وویل چې په هېواد کې به د کرنې ودې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه د ده په خبره د افغانستان ثبات په زراعتي انقلاب پورې تړلی دی او د پانګهوالو لپاره به په کور دننه او له هېواده بهر لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه مطلب په خپل اختریز پیغام کې څرګند کړ او ويې ویل چې مذاکرات پرته له کوم قید او شرطه ترسره کېږي، خو د سولې لپاره شرایط شته.
پاکستان يو ځل بیا ویلي چې افغان سوداګر له هندوستان سره د واګې بندر له لارې نوې سوداګري نشي کولی.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د هېواد د ټولو زندانونو د څېړنې په نتیجه کې یې موندلې چې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان په زندانونو کې دي.
د محمد اتمر د انتخاباتي ټیم ځیني کلیدي غړي وايي، دغه ټیم د داخلي اختلافاتو له امله وپاشل شو.
د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو په اتمه ورځ دغو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي هم د يوې غونډې په ترڅ کې خپلو پلویانو ته خپل پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل.
د افغانستان دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي سیګار هغه راپور له حقیقه لېرې بولي چې په کې ویل شوي، د افغان ځواکونو د بایومټریک بهیر له پيل راهیسې تر دې مهاله د ملي اردو له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ايستل شوي دي.
د يوناما د يوه تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی، ښي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.
پرونیو خونړیو چاودنو او څو ساعته نښتې چې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د زرغون بهیر پر دفتر وشوې، د ځاني زیان ترڅنګ یو شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم واړول.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که زموږ ګاونډیان د سولې په اړه نور فکرونه لري، نو زموږ توره هم همیشه تیاره ده.
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر وايي، هغه ژمنې چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړي، په زیاترو برخو کې یې ښه پرمختګونه لرلي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړي چې د افغانانو له حقونو په رښتیني توګه دفاع وکړي.
افغان ولسمشر وايي، سوله زموږ هدف دی او تر موږ هېڅ څوک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده نه لري.
د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله پسې ماتو يو شمېر هغه ماشومان او کمکي ځوانان چې د لارو او کوڅو پر سر کرکټ کوي، ناهیلي کړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي یو شمېر غړي وايي، له افغان حکومت سره د طالبانو د رسمي مذاکراتو خبره یوازې د پاکستان، چین او روسیې نه، بلکې د ټولې نړیوالې تولنې غوښتنه ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر او د ملي امنیت شورا له اجازې پرته په جوزجان ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې برخه اخيستې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کرکټر راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.
ولي محمد نوري د ځغاستې هغه افغان لوبغاړی دی چې په هلمند کې په يوه بمي چاودنه کې یې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړي او نړۍ یې ورته د تل لپاره تیاره کړه، خو د اتلولۍ هیله یې لا هم ژوندۍ ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ لوبه پرون د انګلستان په لیډز ښار کې د ویسټ انډیز لوبډلې سره وه چې د ۲۳ منډو په توپیر یې ورته وبایلله.
نور راوښيه