د ازادي راډیو خبریاله
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، افغانستان په سیمه کې د ماشومو نجونو د ودونو په برخه کې لومړی ځای لري. بلخوا افغانستان کې ځینې کم عمره نجونې هم وایي چې د اقتصادي ننګونو له زیاتېدو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري ډول کوژدې ته اړ ایستلې دي.
یو شمیر افغان بزګران وايي، ورستیو سېلابونو یې کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي. دوی وايي، د طالبانو له حکومت او اړوندو موسسو د لاسنیوي هیله لري.
په متحده ایالاتو کې د «افغان صفري واحدونو» زرګونه پخواني غړي له بې برخلیکه حالت سره مخ دي. نیویارک ټایمز ویلي، دا ځواکونه چې وړاندې یې افغانستان کې «سي ای اې» سره هم همکاري کړې، اوس دې هېواد کې د کډوالۍ بهیر ستونزو له امله بېلابېلو ننګونو او د خپل راتلونکي اړوند وېرې سره مخ دي.
د هرات ښار یو شمیر اوسیدونکي ښځې وايي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په ډیری سیمو کې د ښځو پر جامو څارنه زیاته کړې او د برقعې یا "چادري" پر اغوستلو ټینګار کوي.
په کابل کې د حضوري چمن چې له اوږدو کلونو راهیسې د ځوانانو او ځلمکیو لپاره د فوټبال او په را وروسته کې د کرکټ د تمرینونو او سیالیو ځای و، اوس د واټونو د سر پلورونکو او استفاده شویو توکو پلورونکو په بازار بدل شوی دی.
د سره صلیب نړیواله کمیټه (ای سي ار سي) وايي چې د ژوند ژغورنې مرستې حیاتي دي، خو د عوایدو د خوندي کولو او د ناورین د ریښو د حل لپاره د بیړنیو هڅو پرته به په افغانستان کې بشري وضعیت لا نازک پاتې شي.
نور راوښيه