اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا، په دغه هېواد کې د سولې راتګ د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيونو هېوادونو په رښتیني همکارۍ پورې تړلی ګڼي.
په مکتوب کې دا هم لیکل شوي چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست په ترکیه کې جایدادونه پېرلي چې باید وڅېړل شي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغه ۴۷ محلونو جزئیات خپاره کړل چې د شکایتونو په پایله کې يې رايې باطلې اعلان شوي دي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د هغه ۵۳۷۸ محلونو لېست سپاري چې د شکایتونو له مخې يې باید رايې له سره وشمېرل شي.
په افغانستان کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي د ایران او امریکا وروستي کړکیچ ته په اشارې سره وايي چې که دا شخړه اوږدیږي نو د افغانستان پر سولې به هم تاثیرات ولري.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پلان لري په بهر کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر راکم کړي او خپل ځینې کارکوونکي تقاعد کړي.
د افغانستان د حکومت د جوړښت په اړه کابل کې د امریکا سفیر تر څرګندونو وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په حکومت کې نورو سیاسي اړخونو ته ونډه ورکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، که په کابل کې د هوا ککړتیا ډېرېدل همداسې دوام وکړي نو د تنفسي ناروغانو په شمېر کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي، په هغو ۲۷ ولایتونو کې د رأیو په بیاشمېرنه او تفتیش کې درغلي شوې چې ددوی څارونکو په کې برخه نه درلوده.
په موقت ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر ځنډېدو پنځه ورځې وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او د افغانستان له حکومتي مشرانو سره یې کتلي دي.
د یونېسف د نوي خپور شوي راپور پر اساس په ورځني ډول په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان ټپيان یا وژل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکلی، خو دغې پرېکړې ځینې مخالفتونه هم راپارولي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني سلاکار محمد حلیم تنویر د وروستیو جنجالي څرګندونو په وړاندې په دې هېواد کې غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي.
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش اورپکو په اړه د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ډله د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هلو ځلو په پایله کې ځپل شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، له معترضو انتخاباتي ډلو سره يې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي.
افغان حکومت وايي، د چین د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د بین لافغاني ناستې په اړه د نېټې کره کېدو ته په تمه دي.
افغان حکومت وايي د چې خوشې شوي طالب زندانیان به په قطر کې تر هغې څارنې لاندې وي څو د دواړو لوریو ترمنځ ټاکل شوي شرایط نه وي پوره شوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د ولسي پاڅون په نتیجه کې د اسلامي دولت (داعش) ډله په ننګرهار کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
طالبان وايي، د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان به هغه مهال ازاد کړي چې انس حقاني، عبدالرشید عمري او حاجي مالي خان یوه خوندي ځای ته ورسېږي.
نور راوښيه