اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون د کمېشنر مولانا محمد عبدالله په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) استول شوي لیک ته نن ځواب ورکوي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅ داسې شواهد نهدي موندل شوي چې ثابته کړي د تاجکستان په یوه سرحدي پوسته حمله کوونکي وسلهوال له افغان خاورې وراوښتي وي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د چین بین الافغاني ناسته کې برخه اخلي او د ناستې د ګډونوالو لیست د نهايي کېدو په درشل کې دی.
خان مست چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جامع مسجد کې موذن و، د تېرې جمعې د ورځې په خونړۍ پېښه کې يې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) چارواکي وايي، د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې به ډېر ژر مخابراتي ستونزې حل شي. په دغو سیمو کې د طالبانو د ګواښ او د انتونونو د تخریب له امله مخابراتي خدمتونه زیانمن شوي.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د ولسمشر اشرف غني ټاکنیز مرستیال او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو لپاره د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو په ګډون ۱۱ غوښتنې لري.
وړاندې له دې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکايي استازو او طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پای ته رسېدلي او د انګلیسي، فارسي او پښتو هوکړهلیکونو د نسخو تطبیق او پرتله کول پیل شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یو شمېر سرچینې وايي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالېدونکې بایومټریک دستګاوې تخنیکي ستونزې لري.
افغان حکومت هیله لري چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو پایلې به په افغانستان کې د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی پرېکړه کړې چې د بایومټریک دستګاوو په وسیله به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټولو رأیې ورکوونکو مېرمنو عکسونه واخلي.
د وسله والو طالبانو د مشر له اختریز پيغام وروسته چې په سوله په کې ټینګار شوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اول باید ټاکنې وشي او وروسته دې د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا چې له ولسمشریزو ټاکنو سره يې د پرېکون ګواښ کړی و، وايي چې دستي ټاکنې نه تحریموي، خو د حاکم انتخاباتي ټیم په وړاندې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې د کورونو په منځ کې د پوځي او سیاسي تاسیساتو له موجودیته اندېښنه لري.
د افغانستان د مشهورو تصویري رسنیو د بازار موندنې مسؤلینو ته ځینو نوماندانو ویلي ځکه خپل تبیلغاتي اعلانونه نهخپروي چې د انتخاباتو په ترسره کېدو شک لري.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپایني غونډو کې انتخاباتي سرغړونې شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ نوماندانو د تحریم له ګواښ وروسته وايي چې د میزان په شپږمه به انتخابات ترسره شي.
له اجرائیه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې ښاغلي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل تازه سفر د هدف په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغان حکومت اجرائیه رئيس وايي، د سولې پر وړاندې باید مسؤلانه چلند وشي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي مني چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون نورو مخالفو ډلو د دې ولایت یو شمېر ځنګلونه ولکه کړي او د لرګیو له قاچاق کوونکو د ټکس په اخیستلو خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي.
نور راوښيه