امید زهیرمل (په انګرېزۍ کې: Omid Zahirmal) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشرې حقونو د همغږۍ دفتر (او سي اچ اې) یا "اوچا" په ۲۰۲۰ کال کې د ۷،۱ میلیون بېوزله افغانانو لپاره د ۷۷۳ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې.
ازادي راډیو په ۱۶ ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تصنیف بندۍ سندونه ترلاسه کړي.
په تېر ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د ولسي جرګې جنجالي ټاکنو پایلې اعلان شوې او ورپسې په سپټمبر کې د ولسمشرۍ انتخابات وشول چې د درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا وروستی برخلیک څرګند نه دی.
که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۲زره ملکیان د ځانمرګو، چاودنو او وسلهوالو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دا کال د ځان لپاره له لاسته راوړنو ډک بولي.
د ولسي جرګې له خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل تر تصویبېدو وروسته، د افغانستان سولې عالي شورا چارواکي وايي، دغه وزارت به په اوسنيو شرایطو کې د سولې په برخه کې کومه لویه لاسته راوړنه و نه لري.
د افغانستان د بې طرفه عالمانو د سولې کاروان وايي، ډېر ژر به یو شمېر دیني عالمان د سولې او اوربند غوښتو لپاره د کوټې او پېښور شوراګانو سربېره قطر ته سفر وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر ټولو زیات شکایتونه د ننګرهار اړوند او تر ټولو کم یې بیا په سرپل ولایت پورې تړلي دي.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، هغه ښارګوټي چې هوا ککړوي، په یوه اوونۍ کې به ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، یو ډېر شمېر ټاکنیزو ډلو د شکایتونو د ثبت فورمې اخیستې، خو یوازې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر اوسه خپل شکایتونه رسما ثبت کړي دي.
ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو له اعلان وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني له ټاکنیزو ډلو غواړي چې د لوبې اصول ومني.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د ولسمشرۍ نوماندان او د هغوی پلویان باید اجازه ورکړي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کارونه مخته یوسي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې جرګې د یوه بل استازي عارف رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښيي او وايي، نوموړی باید له خلکو بښنه وغواړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلوونکو ۵ ورځو پورې به په هغو اووه ولایتونو کې هم د رایې بیا شمېرنې او څېړنې بهیر بشپړ شي چې په وړاندې یې خنډونه موجود و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دې پرېکړې ته ډېر نږدي شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نور وخت نه لري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ځي، باید ترې وړاندې لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ شي.
د جاپان د سولې طبي موسسې د مشر ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام، د همبستګۍ ګوند کابل کي د پاکستان سفارت مخي ته لاریون وکړ.
د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، سوله او ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د مصالحې یا سولې په نامه حکومت جوړ شي.
له خپلو پنځو همکارانو سره د نامعلومو وسله والو له لوري د جاپان د سولې طبي موسسې د ريیس ډاکټر تتسو ناکامورا وژل کېدو، په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پورته کړي دي.
نور راوښيه