امید زهیرمل (په انګرېزۍ کې: Omid Zahirmal) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د رأی ورکولو پر مهال د قانون ماتونې د مخنیوي او له ولسي جرګې څخه د رأی اخیستلو په بدل کې د فساد په اړهیې خپلې اندېښنې ولسمشر سره په کتنه کې مطرح کړې دي.
په کابل کې د واټو د سر پلورونکي وايي، بېوسۍ او ولږې اړ کړي چې په کور کې د پاتې کېدو پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بازار ته را ووځي.
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه نږدې ۲،۷۱۰ تنه طالب بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمانونو پر بنسټ له زندانونو خوشې شوي دي.
دا کمېسیون وروسته تر دې دا خبره کوي چې د کابل په دشت برچي روغتون له حملې د ۲۳ ورځو تېرېدو وروسته، د بېپولې ډاکترانو ټولنه وايي، دوی لا هم نهپوهېږي چې دا برید چا کړی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د نویو ۷۵۸ پېښو له ثبت خبر ورکوي.
یو شمېر نظامي او سیاسي شنونکي په دې اند دي چې دا ډول کړنې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د سیمې او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استخباراتي هڅه ده او د پردیو د نیابتي جګړې د غځولو لار ده.
د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم خپله کابینه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نه ده ور پېژندلې.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو لهخوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.
افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او د سولې په اړه یوې پایلې ته د رسېدو لپاره له خپلو زندانونو ۲ زره طالب بندیان ازاد کړي دي.
د اختر په شپو او ورځو کې د افغانستان د حکومت او وسلهوالو طالبانو لخوا د اوربند اعلان افغانان خوښ کړي، خو یو شمېر غوښتنې هم لري.
افغانستان، تایلنډ، سریلانکا، پاکستان، تاجکستان، هایتي، دومینکن، کیوبا، پارګوای، مصر، تانیزانیا، سوډان، بورندوی، رواندا، سرالیون بنین، لیبریا او موریتاني هغه هېوادونه دي چې اکسفام پهکې خپل چارې دروي.
د روژې میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه شوي.
د ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې په اړه له نږدې ۳ میاشتو جنجالونو وروسته، ښکاري چې د دې ستونزې د حل په هدف له شوې سیاسي هوکړې ټول خوښ نهدي.
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې د حکومت د مخالفو وسلهوالو یو شمېر مهم ځایونه په نښه شوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په خپل پیغام کې دا برید د "طالبانو او داعش کار" وباله او امنیتي او دفاعي ځواکونو تهیې امر وکړ چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت خپل کړي.
د کابل په لویدیځ د دشت برچي په ملي ۱۰۰ بستریز روغتون د وسلهوالو په برید کې د یوه پولیس په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
د افغانستان حکومت وايي، داعش ډله لا هم په افغانستان د یوه جدي خطر په توګه مطرح ده او د طالبانو سربېره ترې په سیمه کې استخباراتي کړۍ ملاتړ کوي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا ویروس په نویو ثبت شویو کې ډېری پېښې بیا هم په کابل کې دي.
افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سیمهییزو دفترونو په پرانېستو سره غواړي په ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو د نږدې دوه میاشتو له تېرېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو هیلهمندي زیاته شوې ده.
نور راوښيه