په برلین کې بلشویکي قیام، په روسیه کې کورنۍ جګړه، د هوا له لارې د اقیانوس اطلس پر لور لومړنی نادرېدلی حرکت، او هره ورځ په زپلین(یو ډول هوايي کښتۍ ده) تګ راتګ سره دغه تصویرونه ډېر کم لیدل کېږي. دغه تصویرونه هغه پېښې او لحظې ښيي چې یو قرن مخکې خلکو ژوند څرنګه وو.
سل کاله مخکې ژوند په تصویرونو کې

۱
ډونالډ تامپس(چپ)د لیسلي اونیزې عکاس دی او د امریکا د پوځ یو شخص چې د (کپتان کېنګ مور) معرفی شوی د روسیې په ختیځه یکاتینبورګ سیمه کې د عکس اخیستو پرمهال. ۱۹۱۹

۲
د امریکا پخوانی ولسمشر ټئودور روزولټد ۱۹۱۹ میلادي کال د جنورۍ په اتمه د نیویارک په اوسټر خلیج کې خاورو ته وسپارل شو.

۳
په برلین کې برانډنبورګ دروازه. د ۱۹۱۹ میلادي کال جنوري میاشت

۴
د امریکا د پوځ ۶۹ فرقې عسکر چې له لومړۍ نړیوالې جګړې بېرته خپلو کورونو ته ګرځېدلي دي.

۵
ژوزف اسټالین (چپ)، ولادیمیر لنین او میخائیل کالینین په مسکو کې د کمونیست ګوند په اتمه کنګره کې سره ولیدل. د ۱۹۱۹ میلادي کال مارچ میاشت

۶
کومېډین او فلمي لوبغاړی چارلي چاپلین په کال ۱۹۱۹۱ میلادي کې د "سني سایډ" په نوم سینمايي فلم ولیکه او په کې خپله ولوبېده. دغه فلم اوس هم لیدونکي لري.

۷
د واشنګټن ډي سي په ملي ژوبڼ کې د نږدې ۵۵ زره کسانو په ګډون د (ایسټر ایګ رول) کلنی جشن.

۸
دغه تصویر په افغانستان کې د خلکو ژوند ترسیموي. د دې تصویر د داستان لیکونکی ورک شوی. د ۱۹۱۹ میلادي کال مې میاشت

۹
د ۱۹۱۹ میلادي کال د جون په ۱۵ مه د ایرلنډ کلیفډن په باتلاق کې د بې سیم دستګان ته نږدې جان الکاک او ارټو ویټن براون یوه الوتکه د سقوط په توګه کېنیوي او دوی د لېږد رالېږد له مخکښانو له ډلې وو.
دغه لومړنی نادرېدلې اټلانټیایي الوتنه وه چې بشپړه شوه.
دغه لومړنی نادرېدلې اټلانټیایي الوتنه وه چې بشپړه شوه.

۱۰
د ۱۹۱۹ میلادي کال د اوړي موسم د سیند پرغاړه. معلومه نه ده چې دغه عکس چېرته اخیستل شوی.