د کالیفورنیا له اوکلنډ څخه تر سپینې ماڼۍ؛ کامالا هریس په انځورونو کې
کامالا هریس چې لومړۍ تورپوستې مېرمن وه او په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا متحدهایالاتو د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، اوس د جو بایډن ملاتړ لري، چې د نومبر مياشتې په ټاکنو کې د ډیموکراتیک نوماندۍ ګټلو ته یو ګام نږدې شوې ده.

۱
کامالا هریس په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغه چې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د نوماندې په توګه اعلان شوه.
۵۹ کلنه هریس لومړۍ تورپوستې د کالیفورنیا د لوی څارنوالې په توګه او د امریکا په سنا کې لومړۍ آسیايي او دویمه افریقایي امریکایی ښځه ده. هغه د افریقایي او اسیایي نژاد لومړنۍ ښځه او لومړۍ سیاستواله هم ده چې د متحدهایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.
۵۹ کلنه هریس لومړۍ تورپوستې د کالیفورنیا د لوی څارنوالې په توګه او د امریکا په سنا کې لومړۍ آسیايي او دویمه افریقایي امریکایی ښځه ده. هغه د افریقایي او اسیایي نژاد لومړنۍ ښځه او لومړۍ سیاستواله هم ده چې د متحدهایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.

۲
مېرمن هريس د یوې هندي مور او د جامائیکای پلار لور ده چې دلته په ماشومتوب کې د مور ترڅنګ ليدل کېږي.

۳
کاملا هريس سره په ۲۰۱۱ کال کې د خپل وخت د ولسمشر بارک اوباما ليدنه، کله چې هریس د کالیفورنیا لوی څارنواله وه.

۴
په کالیفورنیا کې د لوی څارنوالې په توګه د خپلې دندې په جریان کې، اغلې هریس د جنایي عدالت اصلاحاتو، د واده مساوات او د چاپیریال ساتنې په څېر مسئلو تمرکز وکړ.

۵
هريس د لوی څارنوالې په توګه د هغې د دندې په جریان کې، کله چې هغې په ۲۰۱۲ کال سپټمبر کې د ملي ديموکرات کنوانسيون کې وينا کوله، هغې په ملي کچه خپل ځان ښکاره کړ.

۶
د کامالا هریس شتون په سان فرانسسکو کې د ۲۰۱۳ د جون په ۳۰مه د جنسي او جنډر لږکيو کلنۍ پریډ کې؛ هغه تل د LGBTQ ډلو د ملاتړي په توګه پیژندل شوی.

۷
کامالا هایس د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې د متحدهایالاتو لوی څارنوال ایریک هولډر سره په یوه ناسته کې.

۸
اغلې هریس د مرستیال ولسمشرې په توګه له ټاکل کېدو مخکې د امریکا په کانګرس کې د کلیفورنیا له دوو سناتورانو څخه یوه وه چې څلور کاله یې د سنا د قضايي کمېټې غړې وه.

۹
د سنا د قضايي کمېټې په غونډه کې، د جورج فلویډ د وژنې په څېر قضیو کې، هغې د امریکا په پولیسو کې د پراخو اصلاحاتو ملاتړ وکړ.

۱۰
د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې مېرمن هريس په پیل کې د ډیموکراټ ګوند داخلي نومانده وه، خو وروسته له هغه چې سیالي جوبایډن ته وسپارل شوه، د هغه د مرستیالې په توګه غوره شوه.