د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د پنسلوانیا په بټلر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په ډزو سره ټپي شو او څېړنې ښيي چې دا حمله د هغه د وژنې هڅه وه.

۱
د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۳مه د ټاکنیز کمپاین لپاره د پنسلوانیا بټلر ته ورسېد.

۲
د ډونالډ ټرمپ ملاتړي د جولای په ۱۳مه په بټلر کې راغونډ شوي دي.

۳
د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ډزو وروسته د امریکا د خفیه ادارو اجنټان ډونالډ ټرمپ څخه راتاو شوي دي او په لاسونو کې یې پټ کړی دی.

۴
امریکايي ادارو یو شل کلن مشکوک وسلهوال پېژندلی چې د وژنې هڅه یې کړې ده.

۵
پولیس په بټلر کې د ټرمپ د خبرو پر مهال د ډزو له اورېدو وروسته ډزې کوي.

۶
تر ټپي کېدو وروسته ټرمپ خپلو ملاتړو خوا ته موټی کړی لاس خوځوي او د مبارزې، مبارزې، مبارزې غږونه کوي.

۷
د امریکا خفیه ادارو اجنټان تر ټپي کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د درملنې لپاره لېږدوي.

۸
په تصویر کې لیدل کېږي چې د ټرمپ له غوږ وینې بهېږي. هغه د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري موټر ته لېږدول کېږي او له سیمې وځي.

۹
د خفیه ادارو د اجنټانو له لوري وسلهوال توماس متیو کروکس وژل کېږي او د راپورونو پر اساس یو بل مشکوک کس هم مړ شوی دی.
دغه راز دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
دغه راز دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

۱۰
د ایفبيآی یوه مسووله کیوینک روجېک وايي، څېړنې ښيي چې دا د وژنې هڅه وه.