د انځورونو په دې ګالرۍ کې د ډونالد ټرمپ له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا د ودونو او کاروبارونو حال لیدلی شئ.
په کاروبار او ټلوېزیون کې د ډونالد ټرمپ د ژوند ننداره
ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر وټاکل شو. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټلوېزیون او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.

۱۱
د ۲۰۰۴ز کال انځور. ټرمپ په لاس کې خپل کتاب (څنګه شتمن کېدای شئ) نیولی. په ۱۹۸۷ز کال کې د هغه بل کتاب (د سودا هنر) ډېر خرڅ شوی وو او دی یې نومیالی کړی وو.

۱۲
ټرمپ په ۲۰۰۵ز کال کې د سلووانیا له ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ. د دوی زوی بارون په ۲۰۰۶ز کال کې پیدا شو.

۱۳
د دواړو زوی په ۲۰۰۷ز کال کې په هاليووډ کې د ټرمپ له ستوري سره لوبې کوي.

۱۴
ټرمپ په ۲۰۰۶ز کال کې په شېکاګو کې د ټرمپ نړیوال هوټل او برج ودانۍ پر مهال.

۱۵
په اېټلانټېک سېټي کې د تاج محل په نوم د ټرمپ قمارخانه.

۱۶
ټرمپ په ۲۰۱۱ز کال کې په فلورېډا کې د ټي پارټۍ لاریون ته وینا کوي. د ګوند دې ډېرې محافظه کارې برخې ته په وینا کې نوموړي پر ولسمشر باراک اوباما شدید انتقاد وکړ.

۱۷
ټرمپ د ۲۰۱۶ز کال د جولای پر ۲۱مه په کلیولینډ کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په ملي غونډه کې د خپل ګوند لهخوا د ولسمشرۍ نوماندي ومنله.

۱۸
د کمپاین پر مهال یو شمېر ښځو پر ټرمپ تور پورې کړ چې د هغوی جنسي ځورونهیې کړې وه. ده وویل، دا تورونه ناسم دي او چې ولسمشر شو نو د هغوی پر ضد به عدالت ته ځي.

۱۹
په انتخاباتو کې تر بریا وروسته ټرمپ وینا کوي.

۲۰
د ټرمپ د بریا تر خبر وروسته په اسیايي بازارونو کې کاروبار تاواني شو. د ونډو بازار کارکوونکي په ټوکیو کې د نیکي په نوم اشارې حال ته ګوري.