د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

د ایراني حکومت له خوا نیول شوی ساینس پوه چا ته جاسوسي کوي؟


شهرام امیري، چې د فزیک کارپوه دی، په دوه زره نهم کال کې د حج د سفر په مهال په سعودي عربستان کې لادرکه شوی و.
شهرام امیري، چې د فزیک کارپوه دی، په دوه زره نهم کال کې د حج د سفر په مهال په سعودي عربستان کې لادرکه شوی و.

رپوټونه وایي د ایران هغه ساینس پوه چی ویل کیږی له حکومته اوښتی وو او تیر اوړی بیرته له امریکا څخه خپل هیواد ته ستون شو دایران حکومت اوس نیولی دی .

د ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي، چې په ایران کې دننه منابع د شهرام امیري بندي کېدل تاییدوي، چې په دې سره یې د بیلابیلو مبهمو او متناقضو ادعاوو جنجال نورهم اوږدیږي.

کله چې درې دېرش کلن شهرام امیري تېرکال بېرته خپل هیواد ته ستون شو نو د یو قهرمان په څیر یې هرکلی وشو. د ایران حکومت وویل، چی دی دوه اړخیز ایجنټ دی، چې د امریکا حکومت ته یې ناسم معلومات ورکړي دي.

شهرام امیري، چې د فزیک کارپوه دی، په دوه زره نهم کال کې د حج د سفر په مهال په سعودي عربستان کې لادرکه شوی و. د امریکا رسنیو هغه مهال رپوټ ورکړ، چې نوموړی د امریکا د مرکزي استخباراتو د یو اوږده پلان په ترځ کې د ایران له حکومته اوښتی.

استخبارات

د ایران حکومت د سعودي عربستان استخبارات د امیري په تښتولو او امریکا ته په سپارلو تورن کړل خو امریکا په دې اړه څه ونه ویل.

وروسته بیا شهرام امیري په څو وېډېویي فیلمونو کې چې د انټرنټ په یوټیوب کې خپاره شول او دایران دولتي ټلویزیون هم نشر کړل د ایران د حکومت مرسته وغوښته.

په ایران کې ځینو منابعو وویل، چې حکومت د شهرام کورنۍ ترسخت فشارلاندې نیولې وه او ګواښ یې کړی و، چې د ده میرمن اوزوی به بندیان کړي.

امیري په خپله تصمیم نیولی، چې بېرته ایران ته ستون شي، دی په خپله امریکا ته راغلی وو او په خپله خوښه اوس بیرته ځي.

امریکايي چارواکی
شهرام امیري تیر اوړی په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت هغې څانګې ته ورغی چې د ایران د ګټو سرپرستي کوي او هلته یې پناه واخیسته.

ده وویل، چې د امریکا د استخباراتو ترتعقیب لاندې دی.

خو واقعیت دا دی، چې دی د سفارت د ودانۍ مخې ته له یوه موټره کوز کړای شوی وو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د شهرام د خولې کیسه یوه افسانه وګڼله.

ښاغلی شهرام امیري د خوشالۍ په ډ‌کو شیبو کې د تهران په هوایي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

د ایران رژیم ادعا وکړه، چې د امریکا خلاف یې یوه استخباراتي کودتا ترسره کړې ده.

خو د ده بندي کیدل اوس د ایران پیاوړو استخباراتي ځواکونو لپاره هم یو امتحان ګڼل کیږي.

بې اعتباره

د شهرام امیري داستان امریکا هم ځکه بې اعتباره کوي، چې له دې وروسته به ایراني چارواکي دې ته زړه ښه نه کړي، چی امریکا ته واوړي.

یوه امریکایي چارواکي، چې خپل نوم یې نه و اخیستی هغه مهال د ټایمز ورځپاڼې خبریال ته ویلي وو، چې امیري په خپله تصمیم نیولی، چې بېرته ایران ته ستون شي، دی په خپله امریکا ته راغلی وو او په خپله خوښه اوس بیرته ځي.

دغه چارواکي دا هم ویلي وو، چې امیري د ایران د اټومي پروګرام په اړه ګټور معلومات وسپارل اوس به یې ایران چارې سمبالوي او وروسته به تاسو په خپله قضاوت وکړﺉ چې په دې معامله کې چا ګټه وکړه.
XS
SM
MD
LG