د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۷

تر مخامخ خبرو مخکې د امریکا او ایران د پلاوو مشرانو له منځګړو سره ولیدل

د ایران او امریکا مذاکرات په سویس کې د ایران د پلاوي او د کوربه هېواد او دوو منځګړو هېوادونو، یعنې پاکستان او قطر ترمنځ په خبرو پیل شوي دي.

د ایران او امریکا مذاکرات په سویس کې د ایران د پلاوي او د کوربه هېواد او دوو منځګړو هېوادونو، یعنې پاکستان او قطر ترمنځ په خبرو پیل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې د یکشنبې په ورځ سهار به د ایران پلاوی له پاکستاني او قطري استازو سره جلا جلا وویني او وروسته به د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ د قطر او پاکستان په حضور کې څلوراړخیزه غونډه ترسره شي.

د امریکايي پلاوي مشري د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس او د ایراني پلاوي مشري د پارلمان ريیس محمدباقر قالیباف کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په غونډو کې ګډون لري. د راپورونو له مخې، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر هم په دې ناستو کې حاضر دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې ټاکل شوې

نن به د سویس په بورګن‌اشتوک غرني استوګنځي کې د ایران، امریکا، قطر او پاکستان ترمنځ څلوراړخیزه غونډه ترسره شي.


بقايي دولتي رسنیو ته ویلي چې د دې ناستې له پیل مخکې به د ایران پلاوی له منځګړو هېوادونو، یعنې قطر او پاکستان سره جلا لیدنې ولري.

د نوموړي په وینا، دا غونډه د هغه تفاهم‌لیک د عملي کېدو د بهیر د دوام په چوکاټ کې ترسره کېږي چې ایران او امریکا د روانې اوونۍ په ترڅ کې لاسلیک کړی دی.

ایراني چارواکي وايي چې په دې خبرو کې به د تفاهم‌لیک د مادو د پلي کېدو او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشي.

بقايي ویلي چې د مذاکراتو په اجنډا کې د لبنان روان وضعیت او هلته د جګړو دوام مهم ځای لري. د هغه په وینا، د وروستۍ هوکړې د لومړۍ مادې له مخې باید د لبنان په شمول په ټولو جبهو کې جګړې درېدلې وای، خو دا شرط لا نه دی عملي شوی.

بل لور ته، عباس عراقچي د مذاکراتو له پیل مخکې له خپل سویسي ساري سره هم لیدلي دي.

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د ادعاوو خلاف، د هرمز تنګی د تګ راتګ لپاره لا هم پرانیستی دی او د بېړیو خوندي تګ راتګ نه دی درېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو د دوام په غبرګون کې به هرمز تنګی یو ځل بیا د بېړیو پر مخ وتړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG