د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

د مرستو کمېدا، د نفوس وده او نور عوامل سبب شوي چې د افغانستان اقتصادي بحران ژور شي

د ملیوینونو کډوالو بېرته راتګ، پر له پسې وچکالیو، د نفوسو چټکې ودې او د طالبانو یو شمېر پالیسیو د افغانستان اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي.

له ګاونډیو هیوادونو اکثره افغانان تش لاس خپل هیواد ته ستانه شوي چې له کبله یې د افغانستان تر فشار لاندې اقتصاد پېټی لا دروند شوی دی:

« موږ چې دلته راتلو د پاکستان حکومت له موږ نه زموږ ټوله شتمني، کور، مال او جایداد واخیست، اوس ۱۵ ورځې کېږي چې په عمري کمپ کې یو، اوس باید له دې ځایه هم ووځو ، خو موږ هېڅ ځای نه لرو، په افغانستان کې هېڅ سرپناه نه لرو.»

د کار محدودو فرصتونو، د سوداګرۍ د کسر پراخېدو او د نړیوالو مرستو کمېدو د اقتصاد د ښه کېدو بهیر ورو کړی دی.

رحمت افغان و چې په وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستون شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د چهارشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وو، چې دا د هېواد د بشري او اقتصادي بحران د لا ژورېدو څرګندونه کوي.

دې ادارې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ارزونې په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې اقتصادي وده ۱.۹ سلنې ته رسېدلې، خو دا وده دومره پیاوړې نه ده چې د نفوس د زیاتېدو له چټکوالي او د ژوند د لګښتونو له لوړېدو سره برابره شي.

په افغانستان کې بې‌وزلي لا پسې ژوره شوې او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک، یعنې د هېواد په څلورو کې درې برخې نفوس، نه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ پورې نژدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ پورې نژدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. تازه راستنېدونکي تر نورو ډېر زیانګالي دي؛ ۹۲ سلنه یې د ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې دا کچه په ټول هېواد کې ۷۴ سلنه ده. په هغو ولایتونو کې چې ډېر راستنېدونکي لري، یوازې ۳ سلنه خلک رسمي دندې لري او ۷۸ سلنه پر ورځنۍ مزدورۍ تکیه کوي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی، چې کلونه یې په ساختماني برخه کې کار کړی، وايي له یو کال راهیسي وزرګاره دی.

هغه چې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:

«د برېښنا بل هم راباندې جمع دی، څو ورځې مخکې د کور مالک د حوزې جلب راوړی وو او راته یې وویل چې کور مې خالي که او پیسې هم راکه، موږ په دغسې وضعیت کې ژوند کو، بس یوه ورځ یې لرو دوه ورځې په نهر تېروو، زما دوه اولادونه په بازار کې پلاستیکونه پلوري، د ورځې پنځوس یا شپیته افغانۍ پیدا کوي له دې پرته نور هیڅ نه شته..»

د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په راپور کې راغلي چې جوړښتي محدودیتونو، د کار محدودو فرصتونو، د سوداګرۍ د کسر پراخېدو او د نړیوالو مرستو کمېدو د اقتصاد د ښه کېدو بهیر ورو کړی دی.

د ملګروملتو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د دغو ستونزو له امله ډېری کورنۍ نه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

XS
SM
MD
LG