د چاپیریال فعالان: د الوتونکو د ژوند ژغورل، د انساني ژوند ژغورل دي
پوهیږی چې د الوتونکو د نسل بقا د انساني ژوند ژغورل دي؟
په افغانستان کې د اکثرو نادره الوتونکو یا مارغانو نسل یا ورک او یا یې هم له منځه تلو ته جدي ګواښونه ورپیښ دي.
جګړې، اقلیمي بدلون، د ښاري سیمو پراختیا او ښکار د دغو الوتونکو د ژوند دوام له ستونزو سره مخ کړی دی.
د دې نایابه الوتونکو له ډلې یو هم زاڼې دي چې د یوې بڼې نسل یې افغانستان او سیمه کې ورک شوی دی.