د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۰

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین روان کمپاین به څومره بریالۍ وي؟


په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین روان کمپاین به څومره بریالۍ وي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:30 0:00

د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې نن دوشنبې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷،۴ ملیونه ماشومانو ته د پولیو د واکسین دوه څاڅکې ورکړل شي. په دې اړه نوریاس نوري د پولیو د واکسینو له یوه متخصص سید کمال شاه سید سره مرکه کړې او لومړی پوښتنه ترې کړې چې په افغانستان کې سړې شوې هوا ته په پام سره څه فکر کوي چې دغه کمپاین به په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې بشپړتطبیق شي؟

د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې نن دوشنبې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو. د روغتیایي چارواکو په وینا د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې د افغانستان په اولسو ولایتونو کې د څلورو ورځو پرمخ روان وي، له پنځو کلونو کم عمره ۷،۴ ملیونه ماشومانو ته د پولیو د واکسین دوه څاڅکې ورکړل شي. داچې دغه کمپاین به د پولیوناروغۍ په مخنیوي کې څومره موثروي، په دې اړه نوریاس نوري د پولیو د واکسینو له یوه متخصص سید کمال شاه سید سره چې ډیرکلونه یې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو له ادارې یونېسف سره د واکسینو د کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې د یوه مسوول په توګه کار کړی، مرکه کړې او لومړی پوښتنه ترې کړې چې په افغانستان کې یخني ته په پام سره څه فکر کوي چې دغه کمپاین به په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې بشپړتطبیق شي؟

XS
SM
MD
LG