د ازادې اوروپا / ازادي راډیو د " ډیموکراسي د سپر " پلان یوه مسوده ترلاسه کړې چې په کې روسیه د اروپايی اتحادیې او هغو هیوادونو لپاره چې غواړې له دغې اتحادیې سره یوځای شي یو مستقیم ګواښ ګڼل شوې ده.
اروپايی کومیسیون ، دسیاسي لاسوهنې او مداخلې په وړاندې د اتحادیې د غړو او غړیتوب ته د کاندیدو هیوادونو د ساتنې لپاره خپل دغه نوی پلان وړاندې کوي.
د " ډیموکراسۍ د سپر" په نامه دغه پلان چې یوشمیر وړاندیزونه په کې شامل دي په راتلونکو کلونو کې پلی کیږي.
د پلان په مسوده کې راغلي:
د اوکراین په وړاندې د ظالمانه یرغل سربیره ، روسیې خپلو څو اړخیزو بریدونو ته زور ورکړی او د اروپا په وړاندې یې د نفوذ جګړه پیل کړې ، کارول شوي تکتیکونه د مونږ د ټولنو تل ته ژور ننوځي او محتملې اوږدمهالې اغیزې به ولري.
د پلان مسوده زیاتوي : " دوی ( روسیه) د غولونکو روایتونو خپرولو او کله هم د تاریخي حقایقو د جعل له لارې غواړي په ډیموکراتیکو سیستمونو باندې باور کمزوری کړی. "
سره لدې چې اروپايی اتحادیې پخوا اروپا کې د چین د سیاسي نفوذ دخپرولو د هلوځلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې خو په دغه نوي پلان کې چې په دیرشو پاڼو کې لیکل شوی له روسیې پرته د بل کوم هیواد نوم نه دې اخیستل شوی دی .
د ناسمو معلوماتو عصر
د نا سمو معلوماتو او بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې مبارزه بروکسل او نورو ځایونو کې یوه جنجالي مسئله ده.
اروپايي اتحادیه د هغو سختو انتقادونه تاثیر ګالي چې په فبروري میاشت کې د میونیخ د امنیتي کنفرانس په ترځ کې د متحدوایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي ونس وکړل .
هغه استدلال وکړ چې د اروپايي اتحادیې لپاره خطر د چین او روسیې لخوا نه بلکه دهغه په وینا د داخلي سانسور او دمخالفو غږونو د ځپلو له لوري دی.
دا نیوکه وروسته له هغه وشوه چې د رومانیا د اساسي قانون محکمې د ۲۰۲۴ کال دسمبر میاشت کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له دوهم پړاو څو ورځې مخکې د لومړي پړاو نتایج لغوه کړل.
محکمې فیصله وکړه چې کریملین د ملتپال نوماند کالین جورجسکو لپاره چې لومړی مقام یې ترلاسه کړ آنلاین کمپاین کړی وو .
ګڼو منتقدینو تور ولګاوه چې محکمې په انتخاباتو کې سیاسي مداخله او د بیان په ازادي تیری کړی دی.
دغو حالاتو ته په کتنه اروپايي اتحادیه احتیاط کوي او شمیرلي ګامونه اخلي.
ددغه احتیاط یو سبب دادی چې انتخاباتي چارې او جنجالونه یی د غړو هیوادونو خپل اختصاص لاندې راځي بله داچې اتحادیه نه غواړي لویو انلاین پلتفورمونو خصوصا هغو سره چې په امریکا کې مرکزیت لري لکه ګوګل ، مایکروسوفت او میتا د خصومت لار ونیسي.
او دا په داسې حال کې چې د تجارتي جګړو او دې اندیښنې په سیوري کې چې کیدای شي امریکا خپل نور عسکر هم له اروپا بهر کړي د اتلانتیک اوقیانوس ددواړو غاړو ترمینځ د اړیکو د راتلونکو انکشافاتو اټکل ګران بریښي.
خو د پلان مسوده وړاندیز کوي چې اروپايي ټولنه باید د ټیکنالوژۍ دغو لویو کمپنیو سره اړیکو ته دوام ورکړي. ډیری دغو کمپینو په استثناء د ایلان ماسک X کمپنۍ ، د ناسمو معلوماتو د خپریدو دمخنیوي لپاره د اروپايی اتحادیې طرزالعمل لاس کړی دی.
د فیس بوک او ټیک ټاک په څیر کمپنۍ د ناسمو معلوماتو د مخنیوي په برخه کې د خپلو اقداماتو څخه اروپايی اتحادیې ته په منظمه توګه خبر ورکوي.
د مصنوعي زیرکتیا ، AI ، مهارول
پلان وړاندیز کوي چې اروپایي کمیسیون باید آنلاین کمپنۍ وهڅوي چې د " د ناسمو معلوماتو څخه د ګټې ترلاسه کول" منع کړي او د مصنوعي زیرکتیا لخوا د تولید شویو اوتیار شويو محتویاتو کشف او پیژندنې په برخه کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
د "ډیموکراسۍ سپر" پلان په دریو برخو تمرکز کوي : د وضعیت په اړه د پوهاوي بهتروالی، د ډیموکراتیکو ادارو او آزادو رسنیو ملاتړ، او د اتباعو شراکت او بوختیا ته وده ورکول.
په مالدووا کې د تیر سپتمبر پارلماني ټاکنو ته په اشاره ، چې روسیې یې د خپلې خوښې نتایجو لپاره هلې ځلې وکړې ، د پلان مسوده دا وړاندیز هم کوي چې د اتحادیې څخه بهر د ټاکنو د څارنې ماموریتونه باید پیاوړي شي ترڅو دولتي چارواکو سره د انتخاباتي پروسې په جریان کې مرستې ګڼې کړي .
احتمال لري چې بروکسل راتلونکي کال په ارمنستان کې د انتخاباتو د څارنې لپاره خپل ماموریت نورهم پیاوړی کړي .
په ورته ډول، د "اروپایي ډیجیټل میډیا څارونکي" ماموریت د تمدید وړاندیز هم شوی دی ، کوم چې د نا سمو معلوماتو دکمپاینونو په اړه څیړنه او تحلیل برابروي . دا ماموریت به د ټاکنو په اړه د لازیاتو هلوځلو لپاره ډیر تمویل ترلاسه کړي، نه یوازې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو کې بلکه د اروپايي اتحادیې په ملګرو هیوادونو کې هم.
په سند کې د اروپايي اتحادیې په ګاونډ کې د بیلاروس او روسیې په څیر هیوادونو کې د خپلواکو رسنیو او ژورنالیزم د مالي ملاتړ یادونه شوې ده.
سره لدې چې د کوم ټاکلي مبلغ ذکر شوی نه دی خو د " ډیموکراسۍ د سپر" پلان کې مندرج ګڼ پروګرامونه اوسمهال د اروپايي اتحادیې د ۲ ټریلیونو یورو ، ( ۲.۳ ټریلیون ډالرو ) په اوه کلنه بودجه کې شامل دي چې ۲۰۲۸ کال کې پیلیږي.