د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

په پاکستان کې افغان خبریالان: بېرېږو چې دا هیواد مو بیرته افغانستان ته ونه لیږي


په پاکستان کې دېره یو شمېر افغان خبریالان چې نورو هیوادونو د تګ کیسونه لري، له کډوالو منونکو هیوادونو غواړي چې د دوی د کیسونو پړاونه ژر بشپړ او له یاد هیواده یې وباسي. یو شمیر دوی ازادي راډیو ته وویل، په تیره یوه اوونۍ کې د پولیسو نیول او ځورول ډیر زیات شوي او دوی وېره لري چې له دغه هیواده ونه اېستل شي. دا خبریالان وايي، چې د پاکستان حکومت یې ویزې نه ورتمدیدوي او دا مهال بې اسناده دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي پاکستاني پولیس له دوی ویزې غواړي داسې مهال چې په خبره یې د ویزو تمدید په خپله د پاکستان حکومت بند کړی دی.

د پاکستان په خیبر پښتنخوا ایالات کې میشت دې افغان خبریال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې، وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

"دلته راغلي ټول هغه افغان خبریالان دي چې افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله راتښتېدلي دي او اراده لري چې له دې ځای نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو دلته له سختو ستونزو سره مخ یو، هر ورځ پولیس تلاشیو ته راځي، ویزه غواړي او ویزې هم د دوی دولت خپله بندې کړي، نو خبریالان یې له ډېر بد حالت سره مخ کړي دي، هیله مو دا ده چې نړیوال دې ژر تر ژره موږ ته یو حل لاره ومومي."

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د نومبر په لومړۍ نېټه جیو نیوز خصوصي تلویزیون سره مرکه ویلي وو، چې د خبرو تر بشپړېدو به افغانستان سره ټولې چارې ځنډول شوې وي.

هغه د ویزو د نه صادرېدو موضوع هم یاده کړې وه خو ویلي یې وو چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر به روان وي.

په پاکستان کې دېره افغان خبریالان ادعا کوي پر دوی دا فشارونه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د اکتوبر د ۱۱ نېټې تر نښتو وروسته په بې ساري کچه زیات شوي دي.

په اسلام اباد کې یوې مېشتې افغان خبریالې د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"پاکستان حتا خپلو عادي وګړو ته امر کړی چې موږ افغانانو سره دې هېڅ ډول معامله لکه د کور کرایه کول یا د پیسو بدلول نه کوي، دا پاکستان یې افغانانو ته په لوی زندان بدل کړی، تر څنګ یې هره ورځ پولیس کور په کور ګرځي، موږ زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو حتا خوراکي توکي نه شو رانیولی، دا وضعیت د خبریالانو لپاره بیخي بد دی ځکه چې افغانستان کې هم زموږ ژوند خطر سره مخ دی."

پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت یو افغان خبریال هم په ورته شرط ازادي راډیو ته همدا خبره وکړ:

" له کوره بهر هېڅ وتلی نه شو ځکه وایي تاسو ناقانونه یئ، دې ورځو کې خو بیخي کور کې بندیان یو، دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوي پر موږ کډوالو یې سخت فشارونه راوستي دي.”

پاکستان د اکټوبر په ۹مه په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ملکي افغانانو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو حکومت چې دغه بریدونه یې د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله، د غچ اخیستنې په پاریې د اکتوبر په یولسمه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي مورچلو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې دواړو اړخونو کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شول.

دواړو خواوو بیا د اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه کې د موقت اوربند پرېکړه وکړه او د همدې میاشتې په ۲۶ مه یې په استامبول کې په دوام سره سلا شول.

ټاکل شوې چې د د دواړو لوریو د پلاوو ترمنځ د لوړې کچې درېیم پړاو مذاکرات هم د روانې نومبر میاشتې په ۶ مه نېټه د ترکیې په استانبول کې وشي.

په پاکستان کې میشت افغان خبریالان داسې مهال له خپل تریخ ژوند شکایت کوي چې مخکې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو شورا، او د بشري حقونو او رسنیو د حقونو د ملاتړ یو شمیر نورو بنسټونو ته په یو سرخلاصي لیک کې، د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو پر وړاندې د فشارونو او ګواښونه د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندنه کړې او د نړیواله ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې وه.

په لیک کې د اکتوبر په ۲۹مه خور شوی و خبرداری ورکړل شوی و چې لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې ورسته یې پاکستان ته پناه وړې ده، اوس له خپلو کورنیو سره د نیول کېدو، شکنجې، باج اخیستنې او جبري ایستنې له خطر سره مخ دي.

مخکې له دې هم یو شمیر نړیوالو ادارو، لکه د بې‌ پولې خبریالانو سازمان (RSF) او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)، د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سی ار) د شمېرو له مخې، له اپرېل میاشتې څخه د سپتمبر لومړیو پورې، پاکستان له پنځه لکه او ۵۴ زرو ډېر افغان کډوال له هغه هیواده اېستي دي.


XS
SM
MD
LG