No media source currently available
په سوېس کې د هوا د څار یو نړیوال سازمان د نومبر پر دویمه وویل چې لاهور د نړۍ تر ټولو زیاته ککړه یا الوده هوا لرونکی ښار ګرځېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې هغه ښار په مني کې اکثر په ګردجنه لړه کې پټ وي. هغه سازمان وايي، د لاهور د هوا کیفیت خورا خراب دی او د انسانانو صحت زښت ګواښي.