تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې نتانیاهو د کابینې له وزیرانو او د امنیتي او استخباراتي ادارو له مشرانو سره د یوې مهمې امنیتي غونډې د جوړولو پرېکړه کړې وه.
د اسراییل د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي:
«له امنیتي سلا مشورو وروسته، صداراعظم نتانیاهو پوځ ته امر کړی چې سمدستي د غزې په تړانګه کې قوي او پراخ بریدونه پیل کړي.»
بیان د بریدونو د دقیق علت یادونه نه کوي، خو یوه اسراییلي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي چې حماس د اسراییلي ځواکونو پر یوه سیمه، چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې ده، برید کړی، چې دا یې د اوربند ښکاره سرغړونه بللې ده.
دغه چارواکي زیاته کړه:
«دا د اوربند بله ښکاره سرغړونه ده.»
نتانیاهو له دې وړاندې هم حماس تورن کړی و چې د برمتهوو د مړو د بېرته سپارلو په بهیر کې یې درغلي کړې او «ناسم جسدونه» یې اسراییلو ته سپارلي دي.
د اسراییلي رسنیو د سېشنبې د راپورونو له مخې، هغه تابوت چې حماس د دوشنبې په شپه د یوه اسراییلي مړي په توګه سپارلی و، د هغه کس نه و چې اسراییل غوښتی و، بلکې دا د بل اسراییلي یرغمل د پاتې شونو یوه برخه وه، چې ډېره برخه یې له وړاندې اسراییل ته لېږدول شوې وه.
د نتانیاهو د امر په غبرګون کې، حماس اعلان وکړ چې د سېشنبې په ورځ به د یوه بل برمته مړی چې په یوه تونل کې موندل شوی، اسراییل ته وسپاري. خو څو ساعته وروسته د حماس پوځي څانګې (القصام قطعو) وویل چې دا لېږد ځنډول شوی، او د ځنډ علت یې د اسراییل له لوري د اوربند سرغړونې وبللې.
اسراییلي رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د اسراییلي ځواکونو او د حماس د جنګیالیو ترمنځ د رفح ښار په جنوب کې جګړه او د اور تبادله شوې، خو د اسراییل پوځ له تبصرې ډډه وکړه.
په مقابل کې، حماس ټینګار وکړ چې دوی لا هم د اوربند شرایطو ته ژمن دي، او دا نتانیاهو دی چې له خپلو ژمنو څخه د تېښتې لپاره پلمه لټوي.
سره له دې چې د امریکا په منځګړتوب اوربند لا هم نافذ دی، خو دواړه خواوې یو بل د اوربند پر سرغړونې په تورنوي.
حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لهخوا تروریستي سازمان ګڼل کېږي. د غزې د اوربند د موافقې له مخې، حماس ژمنه کړې وه چې ټول ژوندي یرغمل د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي، او اسراییلو هم خپل ځواکونه شاته کړي او بریدونه یې درولي.
حماس دا هم منلې چې د هغو وژل شویو برمته وو جسدونه به هم، چې لا نه دي موندل شوي، وسپاري، خو ویلي یې دي چې دا کار وخت ته اړتیا لري، ځکه د مړو موندل او له خځلو ایستل ستونزمن دي. خو اسراییلي چارواکي وايي حماس د ډېرو برمته وو د ځای معلومولو توان لري.