د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

داسې مهال چې له پاکستان سره اړیکي ترینګلي دي، طالبان او ایران هڅه کوي خپل اړیکي پراخ کړي


عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اخلافاتو له زیاتېدو سره هم مهاله او  په داسې حال کې چې دواړو خواوو په ترکیه کې د دې مسئلې په اړه درې ورځنۍ خبرې کړې دي، د طالبانو حکومت او ایران هڅه کوي خپل سرحدي او سوداګریز اړیکي پراخ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د دوشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۷مه» په کابل کې په یوه ګډه غونډه کې د همکاریو د پراختیا او د پولو د مدیریت په اړه خبرې وکړې .

په کابل کې د ایران سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې، دواړو لورو موافقه وکړه چې د سرحدي موضوعاتو د حل لپاره په لوړه کچه منظمې غونډې وکړي او د ایران- افغانستان پوله یې (د دوستۍ او ورورګلوۍ پوله) وبلله.

د طالبانو چارواکي وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس مهال له درې میلیارده ډالرو اوښتې ده.

په دې غونډه کې، د ګډې پولې په اوږدو کې د غیر قانوني تګ راتګ، د انسانانو او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې په جدي مبارزه هم ټینګار وشو.

د ایران د سفارت په وینا، په دې خبرو کې پرېکړه وشوه چې د سرحدي نښو د بیارغونې او نصبولو پروژه چې له اوو کلونو راهیسې درول شوې وه، بېرته پیل شي.

په کابل کې د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر د یکشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۶مه» د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د ایران شهرآرا رسنۍ سره په یوه مرکه کې چې درې ورځې مخکې خپره شوه، ویلي دي چې ایران غواړي ځیني هغه توکي چې پخوا یې له نورو هېوادونو څخه وارد کړي وو، له افغانستان څخه وارد کړي.

مخکې له دې، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د سپټمبر په ۱۷مه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له چارواکو سره د سوداګرۍ د پراختیا او د ګمرکي او سرحدي خنډونو د لیرې کولو په اړه خبرې کړې وې.

دغه ایراني چارواکي د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس له درې میلیارده ډالرو اوښتې ده.

ایران وايي، غواړي ځیني هغه توکي چې پخوا یې له نورو هېوادونو څخه واردول، اوس له افغانستان څخه وارد کړي.

له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د دې وزارت د امنیتي چارو لوړپوړی مرستیال محمد ابراهیم صدر د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.

که څه هم ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دوی سره نږدې اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د سرحدي لارو د کنټرول او د وسله والو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې پر سر اختلافات زیات شوي چې د درنو نښتو لامل شول او د اوربند له ټینګېدو وروسته د دواړو خواوو د پلاوو ترمنځ په استانبول کې درې ورځنۍ خبرې اترې ترسره شوې دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د اوربند له ټینګېدو سره سره له ۱۶ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلې دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تازه ویلي چې د افغانستان سره ټولې لارې به تر هغه وخته تړلې پاتې وي چې امنیتي اندېښنې حل شوې نه وي شوي.

مخکې له دې د افغانستان د سوداګرۍ یوه لویه برخه په ځانګړي ډول د اړینو توکو واردات او د کرنیزو محصولاتو صادرات له پاکستان سره له ترانزیتي لارو کېدل. افغان سوداګر وايي چې دې محدودیتونو دوی ته زیانونه اړولي او بازارونه یې له ننګونو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG