د راپورونو له مخې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو د استازو ترمنځ خبرې په دریمه ورځ هم بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
چارواکو مخکې ویلي و، چې دا خبرې درې ورځې دوام کوي.
طلوع نیوز، د افغانستان خصوصي ټلویزیونی چینل د طالبانو د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې وايي، دوی تر وسې وسې هڅه وکړه چې اختلافونو ته د حل لاره ومومي خو وايي، پاکستاني لوري د دوی په څېر نیت نه درلود.
سرچینې دا هم ویلي دي چې د پاکستان د پلاوي د غړو ترمنځ همغږي نه وه او د استدلال پرځای یې هڅه کوله چې د خبرو له جریانه ووځي. د سرچینې په وینا د خبرو په بهیر کې پاکستاني لوري د طالبانو له استازو دا غوښتنه هم وکړه چې باید پاکستان ته د افغانستان په قلمرو کې د پاکستاني طالبانو پرضد د حملو اجازه ورکړي.
طلوع نیوز د سرچینې له قوله زیاتوي چې وايي پاکستاني لوري د لومړي ځل لپاره اعتراف وکړ چې له یوبل هېواد سره یې داسې یو تړون لاسلیک کړی دی چې هغه هېواد ته د بې پیلوټه الوتکو د حملو اجازه ورکوي او پاکستان نه شي کولای د دې ډول حملو مخنیوی وکړي ځکه دا تړون نه شي ماتولای.
په راپور کې د دې هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.
د پاکستان ایکسپرس تریبیون ورځپاڼې بیا د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې طالبانو د پاکستان اصلي غوښتنه چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د مخالفو وسله والو د ځالو د له منځه وړلو لپاره مشخص اقدام دی، نه دی منلی.
تریبیون د دې خبرو له جریانه د باخبره سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دواړو لورو پرون دوشنبې خبرې وکړې، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه ځکه د راپور له مخې طالبانو د لیکلي تضیمن له ورکولو ډډه وکړه.
د پاکستان یوې امنیتي سرچینې تریبیون ته ویلي دي چې د خبرو په دریمه ورځ هم ستونزې پرځای پاتې وې، ځکه طالبانو د پاکستان هغه غوښتنې نه دي منلي چې دې سرچینې مشروع غوښتنې بللې دي.
د تریبیون د راپور له مخې پاکستان هم په دې خبرو کې خپل دریځ نرم نه کړ او پر دې خبره یې ټینګار کاوه چې د طالبانو له حکومت سره هرراز همکاري به له دې سره تړلې وي چې کابل د تحریک طالبان پاکستان، د بلوڅ بېلتونپالو د وسله والو او نورو ډلو پروړاندې کوم مشخص اقدامات کوي.
آزادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي خو هغه زیاته کړه چې تر هغه وخته یې د نتایجو اټکل نه کوي چې غونډه پای ته نه وي رسېدلي.
ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د وروستي کړکېچ د حل یوازینۍ لاره ډیالوګ او متقابل درک دی خو فرانسپرس خبري آژانس د پاکستان د دوو امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي چې وايي په دې خبرو کې پرمختګ د طالبانو په مثبت دریځ پورې تړلی دی.
دې سرچینو چې هویت یې نه دی ښودل شوی، د طالبانو مرکچیان په سرزورۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې هغوی په خبرو کې جدي نه دي.
د راپورونو له مخې د طالبانو استازي له پاکستاني لوري غواړي چې د افغانستان پر هوايي حریم تېری ودروي او د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
خو د پاکستان لوری بیا د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي پر وړاندې، چې اسلام آباد وايي د افغانستان له خاورې بریدونه کوي د طالبانو د مشخصو اقداماتو غوښتنه کوي.