که څه هم یو شمېر پاکستاني رسنیو یکشنبه ناوخته راپور ورکړ چې پاکستانی لوری له دې خبرو وتلی او خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي، خو د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ «د اکټوبر ۲۷مه» خبر ورکړی چې په دوهم دور مذاکراتو کې چې د درېیمه ورځ هم دوام لري، په ډېری مواردو هوکړه شوې او ټاکل شوې چې په څو نورو محدودو موضوعاتو د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي.
خبر زیاتوي چې دا مذاکرات به د نن شپې تر ناوخته دوام وکړي او ټاکل شوې په پای کې یې د اوربند د غځېدو، د لارو د بېرته پرانیستلو، بندیانو د خوشې کولو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.
له دې سره هم مهاله، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دوی تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون ته ویلي چې خبرې نن هم دوام کوي او دوی د خبرو پایلو ته منتظر دي.
موږ د خبرو له لارې د ستونزو په حل باور لرو، خو که خدای ناخواسته کوم لوری په افغانستان حمله وکړي، نو ظاهره خبره ده چې له ورته عکس العمل سره به مخ شي
د مجاهد په دې غږیز بیان کې چې ملي ټلوېزیون په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړی، راغلي: "موږ د خبرو له لارې د ستونزو په حل باور لرو، خو که خدای ناخواسته کوم لوری په افغانستان حمله وکړي، نو ظاهره خبره ده چې له ورته عکس العمل سره به مخ شي او افغانان د خپل ځانه د دفاع حق لري."
د پاکستان حکومت په رسمي ډول په استانبول کې په روانه ناسته کې د خبرو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو روېټرز خبري اژانس د ځینو پاکستاني امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې "پاکستاني پلاوي دا په واضح ډول روښانه کړې چې د پولې هاخوا د ترهګرۍ په اړه زموږ په اصلي غوښتنو کې هېڅ ډول جوړجاړی ممکن نه دی".
د پولې هاخوا د ترهګرۍ په اړه زموږ په اصلي غوښتنو کې هېڅ ډول جوړجاړی ممکن نه دی
دغه راپور کې زیاته شوې چې پاکستاني لوري، طالب لوری په خبرو کې په نه همکارۍ تورن کړی، خو د طالبانو یوې سرچینې روېټرز ته دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې مذاکرات لاهم روان دي.
په ورته وخت کې، د ډان، اکسپریس ټربیون او جیو نیوز په ګډون ګڼ شمېر پاکستاني رسنیو هم د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې تېره شپه ناوخته د پاکستان پلاوي خپلې غوښتنې افغان لوري ته سپارلي او دا یې ویلي چې اسلام اباد د دې غوښتنو عملي کېدل غواړي او د حل یوازنۍ لاره د افغانستان دننه د دوی ضد وسلهوالو ډلو پر ضد اقدامات دي.
دغه رسنیو په خبرو کې د ښکېلو پاکستانیانو له قوله خبرداری ورکړی چې د طالبانو اوسنی دریځ د افغانستان ترڅنګ د سیمې او پاکستان په ګټه نه دی.
سرچینو ویلي که څه هم د مذاکراتو په دوهمه ورځ د پرمختګ هیلې موجودې وې، خو ادعا یې کړې چې د طالبانو له لوري د لیکلي تظمین څخه انکار دغه بهیر ګډوډ کړی او دا چې په خبرو کې ښکېل طالب پلاوی د هوکړې صلاحیت نه لري.
پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې طالب پلاوي وړاندیز کړی چې اسلام اباد دې له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره مخامخ خبرې وکړي، خو پاکستاني پلاوي دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دوی له یوې ترهګرې ډلې سره خبرې نه کوي او دا چې د تحریک طالبان پاکستان ختمول په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مسؤلیت دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د پاکستان د دې غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د یکشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۶مه» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي و چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچ ازادي غوښتونکو پر ضد د عملیاتو غوښتونکی دی، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې د دغه وسله والو ډلو شتون رد کړی دی.
سرچینې دا هم ویلي، د دې ترڅنګ پاکستان غوښتنه لري چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ باید د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او همغږۍ بهیر پیاوړی شي.
په ډیورند کرښه د څارنې زیاتېدل، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مرکزونو په وړاندې سم سلاسي اقدام، د یادې ډلې او بلوچ ازادي غوښتونکو د مشرانو نیول او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې استعمال ته اجازه نه ورکول نورې هغه غوښتنې دي چې د سرچینې په خبره پاکستاني پلاوي کړي دي.
تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون په یو بیان کې ویلي و چې طالب پلاوي خپلې غوښتنې پاکستان ته په لیکلي بڼه سپارلې دي.
په بیان کې راغلي و "په دې مسوده کې په دې تمرکز شوی چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هېڅ ډلې يا مخالف ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان خاوره زموږ د هېواد پر ضد وکاروي. همداراز چمتووالی ښودل شوی چې د اوربند د هوکړې د تعقیب په هدف يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي څو د سرغړونو ارزونې او معلومات پکې تبادله کړل شي."
په بیان کې راغلي چې پاکستاني لوري هم خپله مسوده طالب پلاوي ته سپارلې او په ټکو یې هڅه کېږي چې د منځګړو په حضور کې یوې نهايي پایلې ته ورسېږي.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د دې خبرو لومړی پړاو د روانې اکټوبر په ۱۹مه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې پیل شو چې په پایله کې یې په سم لاسي اوربند او په استانبول کې په دوهم پړاو خبرو، سلا وشوه.
دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو دفاع وزارت د اکټوبر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او په پکتیکا کې یې په ملکي کسانو هوايي حملې کړې دي.
له دې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ په وقفه یې ډول سختې نښتې وشوې چې طالبانو ورته د انتقامي بریدونو نوم ورکړ او دواړو لورو ته په کې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم وشوې.
په دې نښتو کې لسګونه ولسي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکول شوي دي.
دغه شان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې دروازې نن (د اکټوبر۲۶مه) د ۱۵مې ورځې لپاره لا هم تړلې دي چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.