خبرونه
د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې په استانبول کې پیل شوې
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې نن (شنبه) د ترکیې په استانبول کې پیل شوې.
د دواړو خواوو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دواړه هېوادونه د کړکېچ په اړه د دوهم پړاو بېړنیو خبرو لپاره ترکیې ته روان دي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له خوا د کورنیو چارو وزارت د مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ پلاوی ترکیې ته تللی دی.
د مجاهد په وینا، په دې ناسته کې به د پاتې مسائلو په اړه خبرې وشي.
پرون د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی طاهر اندرابي وویل، د استانبول د مذاکراتو هدف د دوحې د خبرو اترو له هدف سره یو دی، او تمرکز به پر دې وي چې د سرحدونو هاخوا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د درولو لپاره یوه څرګنده لاره او میکانیزم رامنځته شي ــ په تېره بیا د پاکستاني طالبانو (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د مخنیوي لپاره.
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې وسلهوالو ډلو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دا تور ردوي. او وايي چې پاکستان خپلې کورنۍ ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.
تېره اوونۍ د قطر او ترکیې په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وشو. اوربند تر ډېره دوام کړی، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لارې لا هم د پاکستان له لوري تړلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن هم په پکتیکا ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین روان دی
له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ وایي، په پکتیکا ولایت کې به نن هم د پولیو پرضد د واکسین کمپیان دوام وکړي.
دې بنسټ نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د پولیو دغه کمپاین به چې پرون دوشنبې پیل شوی، نن هم د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې دوام وکړي. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ له خلکو غوښتي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو لپاره خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي. تردې مخکې د اوکتوبر په اتلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو، ننګرهار، کونړاو لغمان کې هم ترسره شوی و. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو ناروغۍ شته.
د جاپان صدراعظمه د امریکا ولسمشر ته، غواړم د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد “طلايي پېر” پیل کړم
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ نن- د لړم ۶مه د جاپان له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچي سره به خپله لومړۍکتنه کې وویل چې واشنګټن او توکیو د خورا لوړې کچې متحدان دي.
ټرمپ چې آسیا ته د سفر په پیل کې توکیو ته رسېدلی دی له مېرمن تاکایچي سره د صدراعظم په استوګنځي کې د خبرو پرمهال وویل، دی ویاړي چې د جاپان له یوې ډېرې درنې صدراعظمې سره د هغې په لومړنیو کاري ورځو کې ګوري.
مېرمن تاکایچي هم د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل دا غواړي چې د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد یو “نوی طلايي پېر” پیل کړي.
تمه ده چې دواړه لوري په پلازمېنه توکیو کې دخبرو پرمهال پر امنیتي او تجارتي مسایلو تمرکز وکړي او دا په داسې حال کې ده چې جاپان له چین سره د ترینګلو اړیکو له کبله خپله دفاعي بودیجه د هېواد د ناخالص کورني تولید دوه سلنې ته لوړه کړې ده.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو مخکې د نړۍ د دې دوو لویو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګریز توافق په برخه کې د واشنګټن دریځ پیاوړی کړي.
ترکیې د خپل پوځ د ځواکمنولو لپاره له برتانیا څخه شل ټایفون ډوله جنګي جټ الوتکې پېرلې دي
ترکیې د نژدې ۱۱ میلیارد ډالر په ارزښت له برتانیا سره د ۲۰ ټایفون یوروفایټر جټ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
دا قرارداد پرون دوشنبې په انقره کې د برتانیا له صدراعظم کایرسټارمر سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او برتانیا ترمنځ د دفاعي همکاریو یو نوی مورد دی.
څارونکي وايي، د دې معاملې بیه ډېره لوړه او غیرعادي ده.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې غواړي ۲۴ نورې جټ الوتکې له عمان او قطر څخه هم وپېري.
ترکیه په پام کې لري چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د اسراییل په څېر له سیمه ایزو سیالانو سره خپل واټن راکم کړي.
له غزې څخه اسراییلو ته د یرغملو د سپارلو دوام؛ د یو بل یرغمل مړی هم اسراییلو ته وسپارل شو
اسراییل وايي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې له غزې څخه یوبل مړ شوی یرغمل هم د دې هېواد پوځ ته سپارلی دی.
د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، که د دې مړه یرغمل هویت تایید شي نو دا به په دې معنا وي چې اوس په غزه کې د ۱۲ نورو اسراییلي یرغملو مړي پاتې دي.
حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.
خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.
مجاهد: په استانبول کې د پاکستان او د دوی د پلاوو ترمنځ نن دریمه ورځ هم خبرې روانې دي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ترکیې په استانبول کې نن هم د پاکستان او د دوی د پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي اودوی یې د نتیجې وړاندوینه نه کوي ترڅو داغونډه پای ته ورسیږي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې له پاکستان سره د وروستي کړکیچ د حل یوازینی حل لاره ډیالوګ او متقابل درک دی. خو د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې په دې خبرو کې پرمختګ د افغان طالبانو په مثبت دریځ پورې تړلی دی. دغو سرچینو چې هویت یې ندی په ډاګه شوی، د طالبانو پلاوی په سروزری تورن کړی او ویلي یې دي چې هغه جدیت نه ښیي.
د راپورونو له مخې د طالبانو مذاکره کوونکو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه ودروي او د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
خو پاکستان، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې چې وايي د افغانستان له خاورې څخه بریدونه ترسره کوي،
د " کره اقداماتو" غوښتنه کړې.
ټرمپ جاپان ته ورسید
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د لړم په پنځمه جاپان ته ورسید.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د جاپان له امپراتور سره وګوري. ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د دې هیواد له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچی سره کتنه ترسره کړي.
ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکه آیرفورس ون کې سپرو خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره په جنوبي کوریاکې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یوې موافقې ته ورسیږي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتودی چې آسیا ته خپل دا سفر وغزوي ترڅو د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره وګوري. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې مالیزیا ته په لاره یې ورسره ملګرتیا کوله وویل: »زه ولسمشرشي ته ډیراحترام لرم او فکرکوم ... چې موږ به له دې غونډې څخه له یوې موافقې سره راووځو. «
ایران د یزد زندان یو افغان بندي اعدام کړی دی
د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په یزد زندان کې د "مخدره موادو اړوند جرمونو" په تور د یو افغان وګړي د اعدام اعلان کړی دی.
سازمان په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د اسلام میر سید په نوم یو افغان وګړی د تلې په ۲۹مه د یزد مرکزي زندان کې اعدام شو.
د سازمان په وینا اعدام شوی کس ۵۹ کاله عمر درلود، د لوګر د پل علم اوسیدونکی و او دوه کاله او اووه میاشتې وړاندې د خپل زوی سره د "مخدره توکو د قاچاق" په تور نیول شوی و.
ویل کیږي چې د اسلام میر سید ۲۱ کلن زوی احمد په ۹ کاله بند محکوم شوی دی.
د ناروې میشته د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ایران حکومت د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۰ افغان وګړي اعدام کړي دي.
نتنیاهو: دا پریکړه به اسراییل کوي چې کوم هېوادونه د غزې د ثبات نړیوال ځواک سره یوځای شي
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د هغه هیواد به دا پریکړه وکړي چې کوم بهرني هیوادونه به د غزې لپاره پلان شوي نړیوال ځواک سره یوځای شي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه د کابینې غونډې ته وویل: "موږ د خپل امنیت کنټرول لرو او موږ دا روښانه کړې چې کله د نړیوالو ځواکونو خبره راځي، اسراییل به پریکړه وکړي چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو وړ ندي."
هغه زیاته کړه چې دا چلند د متحده ایالاتو لخوا هم تایید شوی دی.
نړیوال ځواکونه باید د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په چوکاټ کې کار وکړي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او ثبات لپاره کار وکړي.
حماس د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي.
کابل ته د ازبکستان پرې شوې وارداتي برښنا بیرته وصل شوه
د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوي مزي له شاوخوا لس ورځو وروسته بیرته نښلول شوي دي.
د دغه شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر تیره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د برښنا دغه لین یې له یوه لرې هېواده چې نوم یې نه دی یاد شوی، پیرلی او وصل کړی یې دی.
برښنا شرکت د تلې په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ازبکستان د۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د امو سیند پر سر سرحدي سیمه کې پرې شوي دي.
د دغه لین له پرې کېدو سره د پلازمېنې په ګډون ۱۱ ولایتونه د برښنا د شدیدې پرچاوۍ شاهدان وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر تهران ته تللی دی
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی د ایکو اقتصادي سازمان په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.
وزارت ویلي چې د دغه سفر موخه د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پياوړي کول دي.
د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي، تهران به نن او سبا د ایکو سازمان د غونډې کوربه وي چې پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسلو به خبرې په کې کیږي.