د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۳

پاکستاني پولیسو حتی له اتلسو کلونو کم عمره افغان کډوال ماشومان هم اېستلي دي


له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال، په اسلام کلا کې صفري سرحدي سیمه
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال، په اسلام کلا کې صفري سرحدي سیمه

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې، د دغه هیوادونو پولیسو ان له اتلسو کلونو کم عمره کسان هم نیولي او ډیپورت کړي یې دي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا بېلتون ورته سخت دی.

د فراه ولایت اصلي اوسېدونکی اولس کلن آرین هغه تنکی ځوان چې کورنۍ یې په پاکستان کې پاتې ده او دی د اکتوبر په لومړیو کې افغانستان ته ډیپورټ شوی دی وايي "زه حیران پاتې یم چې څنګه مې بېرته فامیل ته ستون شم او هغوی هم ډېر په اندېښنه کې دي."

هغه د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۳ مه ازادي راډیو ته خپله کیسه وکړه او ویې ویل"په پاکستان کې د اسلام آباد په جي ۱۷ سیمه کې اوسېدو، هلته پولیس راغلل، مونږ یې ونیولو او حاجي کمپ ته یې بوتلو، څلور شپې هلته وو او بیا یې د تورخم له لارې ډیپورت کړو. خپلوانو کره مې ولاړم، د یوې مودې لپاره دلته یم، د هرې ویزې بیه تقریباً دولس سوه ډالره ده، زه دومره توان نه لرم چې ویزه واخلم او ولاړ شم، د فامیل مې هم ژوند په خطر کې دی کابل ته نشي راتللی."

د کډوالو مدافع وکیلان دا تاییدوي چې د لویانو تر څنګ له ۱۸ کلونو کم عمره تنکي ځوانان هم له پاکستانه ډیورټ کېږي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ هم دا تاییدوي چې د لویانو تر څنګ له اتلسو کلونو کم عمره کسان یا ماشومان هم له پاکستانه ډیورټ کېږي.

اغلې کاکړ هم په همدې ورځ ازادي راډیو ته وویل"هو دا ډول ډیر کیسونه شته. له کوم وخت نه چې دا ډیپورت کول پیل شوي دي، دوی چې ماشومان نیسي نو د دې خیال نه ساتي چې فامیل یې چیرې دی، پلار یې چیرې دی، مور یې چیرې ده، مخکې یې هم ډیپورت کړي او اوس هم دا بهیر روان دی، خلک له لارو او کوڅو نیسی او ډیپورت کوي یې."

دا یوازې پاکستان نه دی. له ایرانه هم تنکي ځوانان یا ماشومان افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی او حفیظ الله عطشان وايي، په دې ولایت کې هم یو شمیر داسې ماشومان د خپلو خپلوانو کورونو ته راغلي دي چې له ایرانه ایستل شوي او کورنۍ یې هلته پاتې دي.

ښاغلی عطشان وايي"له بده مرغه په دې ورستیو کې ایران هم له هغه هیواده یو شمیر کډوال ایستلي چې په کې ماشومان هم شته، کورنۍ، خپلوان او نېږدې کسان لري خو د فامیلونو له اصلي غړو چې مور او پلار دي له هغوی متاسفانه بیل شوي او اوس په یو بې برخلیک حالت کې دي."

د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږون له ورځې راهیسې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.

د ماشومانو روزنې د برخې پوه ډاکټر محب زغم وايي، ماشومان که د کمې مودې لپاره هم له خپلې کورنۍ بېلېږي، په اروايي لحاظ ځپل کېږي، نو د نوموړي په خبره ماشوم له کورنۍ بیلول یو بشري جنایت دی.

ماشوم چې له خپلې کورنۍ بېلېږي، حتی که د لنډې مودې لپاره هم وي نو په اروايي لحاظ خورا ډیر ځپل کېږي.

ښاغلی زغم وايي"کله چې ماشوم له کورنۍ بېلېږي، دا که د لنډې مودې لپاره هم وي په اروايي لحاظ یې ډیر ځپي، په هغه کې د ناهیلۍ احساس پیدا کوي، د ورکېدا احساس پیدا کوي، داسې احساس ورته پیدا کوي چې نور نو هېڅوک نه لري چې خیال یې وساتي، چې پالنه یې وکړي، ملاتړ یې وکړي، نو زه فکر کوم چې دا یو بشریت جنایت دی چې څوک ماشومان له کورنیو نه بېلوي."

تازه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس (د میزان په دېرشمه) ویلي، په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ولایتي ریاستونو په هڅو سره د ۱۹۲۱ تنو ورکو شویو او ډیپورټ شویو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې.

په خبر کې راغلي، چې یاد ماشومان له پاکستان، ایران، ترکیې او سعودي عربستان ډیپورت شوي وو چې تر لنډې مودې پالنې ورسته د دغه وزارت د ولایتي ریاستونو په هڅو او همغږۍ له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

خبر ځای دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې په برخه کې له موسسو او خیریه ټولنو سره اووه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یاودونې ده چې په دې وروستیو کې له بېلابیلو هیوادونو په ځانکړي ډول له ګاوندي پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو ستنول چټک شوي، چې په دې کې ماشومان یا تر ۱۸ کلونو کم عمره تنکي ځوانان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG