د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د اکتوبر په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د نژدې راتلونکي لیدنې لپاره هیڅ رسمي پلان نهدی جوړ شوی ده — دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه وکړې چې ټرمپ وویل له خپل روسي سیال سره یې د بلې ناستې د تنظیم چارې روانې دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې له دې اندېښنې له کبله یې له پوتین سره د د لیدو پلان ځنډولی چې نتیجه به ورنه کړي.
خو نوموړي بیا ټینګار وکړ چې د ده په باور، هم پوتین او هم د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
«په د جګړې په ډګر کې ډېر څه روان دي»،
او زیاته یې کړه چې په «راتلونکو څو ورځو کې به نور جزئیات روښانه شي».
په همدې حال کې، د ناټو د سرمنشي ویاند اعلان وکړ چې نوموړی به د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۲مې نېټې پورې واشنګټن ته سفر وکړي او له ټرمپ سره به وګوري.
رويټرز خبري اژانس د یوې سرچینې پر اساس وویل، روته به په دې لیدنه کې د اوربند او د سولې د خبرو اترو په اړه د اروپا دریځ وړاندې کړي.
بلخوا، د پانګونې او اقتصادي همکاریو په چارو کې، د پوتین ځانګړي استازي کایریل دیمیتریف، په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ د ناستې لپاره چمتووالی لا هم روان دی.
هغه وویل:
«رسنۍ د "نژدې راتلونکي" په اړه څرګندونې داسې تحریفوي چې ګوندې هدف یې د راتلونکې ناستې زیانمنول دي. چمتووالی دوام لري.»
تر دې وړاندې، د اکتوبر په ۲۱مه د سپینې ماڼۍ یو بل لوړپوړي چارواکي هم ویلي و چې «د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین ترمنځ د نژدې راتلونکي لیدنې هیڅ پلان نشته.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو «ګټور» تلیفوني تماس درلود، خو پرېکړه یې وکړه چې د لنډ مهال لپاره له مخامخ لیدنې ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې، د مسکو له لوري د اوربند سمدستي ردول د دواړو لورو د اختلاف اصلي ټکی و.
سرګي لاوروف یو ځل بیا د سمدستي اوربند مخالفت تکرار کړ او ویې ویل چې باید داسې حللاره وموندل شي چې د هغه په وینا، د جګړې هغه «اصلي رېښې» له منځه یوسي چې کرېملین پرې ټینګار کوي.
سره له دې، لاوروف وویل چې هغه او مارکو روبیو موافق شوي چې د اړیکو او سلا مشورو تلیفوني بهیر ته دوام ورکړي، تر څو وپوهېږي چې «اوسنۍ وضعیت چیرې ولاړ دی او څنګه په سمه لار روانېدلای شي.»
لاوروف زیاته کړه چې د روسیې د جګړې اهداف نه دي بدل شوي، او مسکو به خپلو هغو هدفونو ته، چې «ځانګړې پوځي عملیات» یې بولي، ادامه ورکړي.