د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

زیلینسکي: «د روسيې بې‌پيلوټه الوتکې او راکټونه لا هم پر اوکراین تروریستي بریدونه کوي.»


د اوکراين ولسمشر ولوديمير زیلینسکي وويل، د روسيې بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) تېره شپه د هغه د زوکړې ښار کريفي ريه په نښه کړی دی.

زیلینسکي دا څرګندونې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره تر ټاکل شوې ناستې مخکې وکړې، چې نن ورځ به تر سره شي.

هغه زياته کړه چې د اکتوبر د ۱۶مې شپې بريدونه ښيي چې روسيه «لا هم پراوکراين ترهګري بریدونه کوي». د ده په وينا، «لسګونه بريدګر ډرونونه د اوکراين په فضا کې ليدل شوي» او څو توغندي یې هم د هوايي دفاع سيستمونو له خوا شنډ شوي دي.

زیلینسکي په ټولنيزه شبکه ايکس (پخوانی ټويټر) کې وليکل:

«په رښتيا هم، په تېرو څو اوونيو کې داسې هېڅ شپه نه ده تېره شوې چې روسيې پر اوکراين بريد نه وي کړی.»

ده زياته کړه چې د دغو بريدونو ډېری يې د اوکراين پر زيربناوو متمرکز دي.

زیلینسکي ټينګار وکړ چې روسيه يوازې هغه وخت اړ کېدای شي چې جګړه ودروي چې نور یې د دوام توان ونه لري، او ويې ويل:

«د روسيې د سولې واقعي نيت په خبرو کې نه، بلکې د بريدونو او وژنو په بندولو کې څرګندېږي.»

هغه زياته کړه:

«له همدې امله، هر هوايي دفاعي سيستم د اوکراين لپاره مهم دی. هره پرېکړه چې زموږ ځواکونه پياوړي کړي، د جګړې پای ته رسېدا نژدې کوي. امنيت هغه مهال تضمينېږي چې ټولې هوکړې، په ځانګړي ډول هغه چې په واشنګټن کې شوي، عملي شي.»

تمه کېږي چې د ترمپ او زیلینسکي ترمنځ په خبرو کې د اوکراين هوايي دفاعي سيستمونه او د ليرې واټن د بريد وړتياوې هم شامل وي — دا احتمال شته چې امريکا ټام هاک توغندي اوکراين ته وسپاري.

ترمپ پرون (د اکتوبر ۱۶مه) په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د ټليفون له لارې خبرې کړې او دواړه سلا شوي چې په بوداپست کې سره وګوري.

هغه په ټولنيزو شبکو کې وليکل چې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو سلاکارانو ناسته به راتلونکې اوونۍ تر سره شي، تر دې مخکې چې دی او پوتين «په مخامخ ډول سره کښېني او وګوري چې آيا کولای شي دا ناوړه جګړه د روسيې او اوکراين تر منځ پای ته ورسوي که نه».

ټرمپ خبريالانو ته په سپينه ماڼۍ کې وويل چې تمه لري له پوتين سره ليدنه به «د راتلونکو دوو اوونيو په ترڅ کې» وشي، او د هنګري صدراعظم ويکټور اوربان به، چې له روسيې سره ښې اړيکې لري او د اوکراين لپاره د پوځي مرستو په اړه یې شک څرګند کړی، د هغې کوربه وي.

اوربان په ايکس کې وليکل:

«د امريکا او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ پلان شوې ليدنه د نړۍ د سوله‌پالو خلکو لپاره زېری دی. موږ چمتو يوو!»

هم سپينې ماڼۍ او هم کرملين د ټرمپ او پوتين ټيلیفوني مکالمه «ښه» او «پخلایونکې» بللې ده.

د کرملين د بهرنۍ پاليسۍ سلاکار يوري اوشاکوف وويل چې د دواړو مشرانو خبرې «ډېرې صادقانه او د اعتماد پر بنسټ» وې، او زياته يې کړه چې نور جزئيات به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د نژدې راتلونکو ورځو په خبرو کې وڅېړل شي.

اوشاکوف زياته کړه چې پوتين ټرمپ ته ويلي دي چې د ټام هاک توغندو استول به د جګړې په ډګر کې وضعه بدله نه کړي، خو د سولې هڅو ته به زيان ورسوي او د روسيې او امريکا اړيکې به خرابې کړي.

پر اوکراین د ټام هاک توغندو اغېز

زیلینسکي واشنګټن ته تر رسېدو وروسته په ټیلګرام کې وويل، روسيه ظاهراً له هغه وروسته د خبرو بيا پيلولو ته لېواله شوې ده چې د امريکا له خوا د ټام هاک توغندو د احتمالي استولو خبرونه خپاره شول.

هغه په ايکس کې وليکل:

«اوس موږ وینو چې مسکو له دې خبرو وروسته په بيړه د خبرو د بيا پيل غوښتنه کړې ده.»

ټرمپ او زیلینسکي د روانې اوونۍ په ترڅ کې دوه ځله خبرې کړې دي، په داسې حال کې چې د امريکا د احتمالي پرېکړې په اړه بحثونو زور اخلي.

ټرمپ دا اقدام نه دی رد کړی، خو د اکتوبر په ۱۶مه يې ويلي چې امريکا نه شي کولای د ټام هاک توغندو زېرمه «خالي» کړي.

دا توغندي تر ۲۵۰۰ کيلومتره واټن ویشتلی شي — يعنې له اوکراينه تر مسکو پورې رسېدای شي — او کولای شي د اتومي سروکو وړتیا هم ولري.

ترمپ دا توغندي «وحشتناک، تهاجمي او ډېر ويجاړوونکي وسلې» بللي او ويلي يې دي:

«هيڅوک نه غواړي چې ټام هاکونه پرې وتوغول شي.»

هغه وويل چې له پوتين سره په ټليفوني خبرو کې يې د ټام هاک موضوع ياده کړې او دا «د روسيې د مشر لپاره چندان خوندوره نه وه».

XS
SM
MD
LG