د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو د جګړو دوام او عواقب یې
د چارو شنونکي له هغې ډلې سمیع یوسفزی وايي د افغان طالبانو او د پاکستان تر منځ د نښتو دوام به د دواړو هېوادونو لپاره ډېر منفي پایلې ولري. د طالبانو پوځیانو تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني اهدافو بریدونه کړي چې پاکستاني پوله ساتو یې هم په ځواب کې د افغانستان په خاوره بریدونه کړي. طالبانو ویلي دا بریدونه یې په کابل او نورو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو په غچ کې کړي. د افغانستان او پاکستان د چارو له شننونکي او خبریال سمیع یوسفزي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده.