د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

یونیسیف: د افغانستان ښوونیز نظام، په تېره د نجونو لپاره له یوه ناورین سره مخامخ دی


په افغانستان کې خورا ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.
په افغانستان کې خورا ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

د افغانستان په ښوونیز نظام کې پر ستونزو له سختو نیوکو وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښوونیز نظام له کړکېچن وضعیت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو د چهارشنبې په ورځ «د اکټوبر په اتمه»د یونیسیف پر ویب پاڼه په خپل ګډ راپور کې چې عنوان یې دی"په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د پوهنې وضعیت"ویلي دي چې د میلیونونه افغان ماشومانو په ځانګړې ډول د نجونو راتلونکې له ګواښ سره مخ ده.

په راپور کې راغلي چې د لومړنیو ښوونځیو په عمر برابر له ۲،۱۳ میلیونو ډیر ماشومان له ښوونځيو محروم او له ۹۰ سلنې ډیر لس کلن ماشومان ساده متنونه هم نه شي لوستلی.

له ۲ میلیونو ډیر ماشومان له ښوونځيو محروم دي او له ۹۰ سلنې ډیر ۱۰ کلن ماشومان ساده متنونه نه شي لوستلی.

دواړه سازمانونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د "زده کړو فقر " بېساري کچې ته رسیدلی او زیاتوي چې زده کوونکي "ښوونځي ته ځي، خو هیڅ نه زده کوي."

یونیسف او یونسکو دا هم ویلي چې د طالبانو لخوا د نجونو لپاره د منځنۍ دورې زده کړو بندیز د ۲،۲ میلیونو ډیرې نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې کړي، په داسې حال کې چې د دوی په ټکو، په لوړو زده کړو کې د هلکانو نوملیکنه ۴۰ سلنه کم شوې ده.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې که دغه بندیز دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه نورې نجونې هم له زده کړو بې برخې شي، چې په اټکلي ډول تر ۲۰۶۶ کاله پورې به دې هېواد ته شاوخوا ۹،۶ میلیارده ډالره اقتصادي زیان ورسېږي.

یو شمېر نجونې چې له زده کړو بې برخې شوې دي هم وايي چې د طالبانو له لوري د زده کړو بندیز د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی او د خپلې راتلونکې په اړه یې نا هیلې کړې دي.

حسنات د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د یوه ښوونځي د ۱۲م ټولګي زده کوونکې وه چې اوس له زده کړو بې برخې شوې ده. هغې ازادي راډيو ته وویل"له هغه وخته چې د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ تړل شوې، زما په ژوند کې ډېر بدلون راغلی دی. هره ورځ داسې احساسوم چې زه له خپل راتلونکي نوره هم لېرې کېږم. درس ویل راته د ساه اخیستلو په شان و، خو اوس هره ورځ د ناهیلۍ او زړه تنګون له احساس سره پاڅېږم. په دې موده کې نه یوازې له ما د زده کړو حق واخیستل شو، بلکې زموږ هیلې، پر ځان باور او انګیزه هم پیکه شول. که مو ښوونځی خلاص نه شي، نو راتلونکې مې تیاره وینم.”

هلکان چې د طالبانو د حکومت له تعلیمي بندیزونو خوندي دي هم د خپلو زده کړو په برخه کې له ننګونو شکایت کوي.

د جمهوري نظام له پرځېدو څو اونۍ مخکې په هرات کې د نجونو یو ښوونځي
د جمهوري نظام له پرځېدو څو اونۍ مخکې په هرات کې د نجونو یو ښوونځي

د کندوز ولايت د يوه ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکى قادر وايي، چې دوى د ښوونکو او کتابونو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي"موږ نه درسي صنفونه لرو او نه د کېناستو لپاره څوکۍ. د کتابونو او قرطاسیې له کمښت سره مخ يو. تر خېمې لاندې زده کړې کوو. له حکومته غوښتنه کوو چې موږ ته درسي ټولګي، څوکۍ او کتابونه برابر کړي، څو په سمه توګه درس ووایو."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د طالبانو محدودونکې پالیسۍ، د پوهنې پر نظام کافي نه پانګونه، د ښوونکو په تېره د ښځینه ښوونکو کمښت او کمزورې زیربناوې هغه عمده لاملونه بللي چې په افغانستان کې یې د پوهنې کیفیت سخت زیانمن کړی دی.

د دې بنسټ په راپور کې دا هم راغلي چې د افغانستان نږدې نیمايي ښوونځي د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه او د تودولو سیستمونه نه لري او تر زرو ډېر ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.

یونیسف او یونسکو ټینګار کړی چې زده کړې د افغان ماشومانو لپاره د هیلې، ثبات او عزت نښه ده، خو په ټکو یې دا هیله د میلیونونو خلکو لپاره په چټکۍ د له منځه تلو په حال کې ده.

دوی له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې بر نجونو او ښځو د منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لرې کړي.

د ملګرو ملتونو دغو دواړو ادارو دغه شان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې د نه جبرانېدونکې ماتې د مخنیوي لپاره د لومړنیو زده کړو او سواد زده کړې په پروګرامونو پانګونه زیاته کړي.

د زړه کړو فقر بېساري کچې ته رسېدلی دی او زده کوونکي که څه هم ښوونځي ته ځي، خو هېڅ هم نه زده کوي.

هڅه مو وکړه چې د یونیسف او یونسکو او دغه شان افغان زده کوونکو د اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد حمزه نظر هم واخلو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د پوهنې د برخې یو شمېر فعالان په افغانستان کې د پوهنې د نظام کړکېچ د تېرو څلورو لسیزو جګړو او د طالبانو د حکومت له خوا د پوهنې په برخه کې لګول شوي محدودیتونه بولي او ټینګار کوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د پرانستلو په ګډون باید له دغه ناورینه د وتلو اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.

د دغو فعالانو له ډلې زرکې ملیار ازادي راډيو ته وویل"اوسنی حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه چې تعلیمي وضعیت په ریښتیا هم د ناورین پر لور روان دی، باید له افغان کارپوهانو وغوښتل شي چې د نصاب په ترتیب او تنظیم کې همکاري وکړي، یا د نړیوالو بنسټونو لکه یونسکو او یونیسف سره تفاهم وشي او د هغوی مرستې دې په دې برخه کې راجلب شي او د پوهنې په برخه کې دې له نړیوالو تجربو ګټه واخیستل شي."

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کې افغانستان ته له راستنیدو وروسته له شپږم ټولګيو پورته د نجونو ښوونځي وتړل او همدارنګه یې د طبي انسټیټیوټونو په ګډون پوهنتونونو ته د نجونړ او میرمنو پر تګ بندیز ولګاوه چې د پوهنې سیسټم یې ننګونو سر مخ کړ.

دا یوازې زده کوونکي نه دي چې له څلورو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او یا هم له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي، بلکې له دې مخکې یو شمېر ښوونکو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ګڼو ستونزو شکایت کړی او دې وضعیت ته یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG