د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په کابل کې د وسله والو په برید کې په نښه شو.
کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله خبر ورکوي چې نوموړي وايي پر ښاغلي پیګیر نن (د تلې ۱۷مه) په خپل کور کې دوو وسله والو کسانو برید وکړ او ټپي یې کړ.
د راپورونو له مخې نوموړی روغتون ته رسول شوی دی. قانع ویلي دي چې یوتن بریدکوونکی نیول شوی او تحقیقات ترې پیل شوي دي.
د کورنیوچارو وزارت ویاند د دې برید علت شخصي مسایل بللي دي.