یو شمیر افغانان وايي، په افغانستان کې پستي خدمتونه ښه نه دي.
دوی وايي، پوستونه کورونو ته نه رسېږي، له بهره چې څه راځي په ځڼد رارسېږي او د دواړو خواوو محصول هم اخیستل کېږي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې په پوستي خدمتونو کې د ستونزو په اړه وايي:
مونږ ته زنګ راغی چې راشئ ستاسې پست رارسېدلی دی، هغه مهال زه ډیره ناروغه وم، ما ورته وویل چې کورته یې راوړئ، ویل دا امکان نه لري."
دې چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې د پستي خدمتونو په برخه کې نورې ستونزې داسې راپه ګوته کړې:
" له خارج نه چې افغانستان ته یو پست راځي. ډیر په ځنډ رارسېږي، زمونږ یو خپل چې سویډن کې وو، یوه کرتۍ یې رالېږلې وه د ژمې، دلته چې راورسېده ژمی خلاص و، دوهمه ستونزه دا ده چې هم په خارج کې محصول اخلي او په افغانستان کې پسته خانې محصول اخلي."
په بلجیم کې میشت افغان خوشحال هم همدا خبره کوي.
دا وايي، یو ځل یې کورنۍ چې په ننګرهار کې میشته ده ورنه یو ضروري څه غوښتي وو، خو په خبره یې له ډېر ځنډ ورسته یې ورور په کابل کې تر لاسه کړل:
" یو سند مې لېږلی و له بلجیم نه جلال اباد ته، نو په شل ورځو کې صرف کابل ته ورسېدو، بیا یې له کابل نه زنګ وهلی و زما ورور ته چې راشئ دا له کابل نه واخلئ، بیا هغه ورغلی و له هغه ځایه یې سند ترلاسه کړی و."
د پلازمینې کابل بل اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، خلک له دې امله ډیر له ستونزو سره مخ دي:
" هغوی چې په کابل کې اوسېږي د برښنا بل ورته یو لوی مشکل دی، څوک چې کور کې نه وي بل ورته د دروازې لاندې کوم ځای چې وي له هغې ځایه ور اچول کېږي، که هوا ښه وي ښه تر ښه، هغوی چې کورته راشي خپل بل اخلي سره له دې چې خاورې پې پرتې وي، خو که هوا ښه نه وي واوره او باران وي، هغه بیا له کاره لوېږي، دا به ښه وي چې پست بکسونه جوړ شي."
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د تیر جمهوري نظام چارواکي یې دا ستونزه مني وايي، یو عمده مشکل د مشخصو او کره ادرسونو نه شتون دی.
په تیر جمهوري نظام کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پخواني ویاند عبدالهادي، هادي ازادي راډیو ته وویل:
" د پستي خدمتونو په وړاندې په افغانستان کې عمده مشکل دا دی چې ښارونه، کلي او ولایتونو ادرسونه نه لري، په کورونو نمبرونه نشته، کوڅې نمبرونه او نومونه نه لري نو پسته رسان نشي کولای چې پست ور ورسوي، افغانستان نه چې تاسې هر چیرې د دنیا پست لېږئ اووه ورځو کې یې رسوي درته، خو له بهره چې افغانستان ته راځي چون ادرسونه نشته، دلته بیا ځنډېږي. "
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي بیا د دې نیوکې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا شکایتونه داسې مهال دي چې مخکې یو ځل د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي وو، دوی داسې یو سیستم پیلوي چې پاسپورټونه کور په کور تر خلکو ورسوي، چې بیا یې د عملي کېدو او نتیجې په اړه څه ونه ویل شول.
نن د اکتوبر نهمه د پست نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ۱۸۷۴ زېږدیز کال کې د پست د نړیوالې ټولنې ( یو، پي، یو) د تاسیس په مناسبت د سویس په پلازمینه برن کې ونومول شوه، چې تر هغې ورسته د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتریش د دې ورځې په مناسبت ویلي، پست د کليو او ښارونو خلک سره یو ځای کوي، نړۍ ته ور پرانیزي او دیجیتال اقتصاد ته یوه حیاتي کړکۍ ده.