د غزې العوده روغتون چې مړي او ټپیان ورته راوړل شوي وو ویلي چې د غزې په مرکزي برخه او شمال کې نن سهار د اسراییل په بمباریو کې خلک په خپلو کورونو کې وژل شوي چې په دوی کې د النُصیره د کډوالو په کمپ کې د یوې کورنۍ ۹ غړي هم شامل دي.
د غزې روغتیايي مرکزونه د اسراییلو د عملیاتو په نتیجه کې له سقوط سره مخامخ دي.
د الشفا په نوم د یوه بل روغتون چارواکي وايي، ۱۱ نور کسان چې ډېری ښځې او ماشومان وو، په توفاح ناحیه کې او څلور نور کسان د شطي د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییل په بمبارۍ کې وژل شوي دي.
فلسطیني روغتیايي چارواکو همداراز ویلي دي چې شپږ نور کسان هغه مهال د اسراییلي سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
د اسراییلو پوځ د دې هوايي حملو او ډزو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د اسوشیتدپریس خبري آژانس د راپور له مخې په تېرو دوو اونیو کې د غزې په ښار کې د اسراییل د عملیاتو په نتیجه کې د غزې ښار روغتونونه او روغتیايي کلینیکونه د سقوط په حال کې دي.
په راپور کې راغلي دي چې د غزې ښار دوه روغتونونه له زیانمنېدو وروسته تړل شوي او یوبل یوڅه ناڅه فعال دی خو په عین حال کې دارو درمل، تجهیزات، خواړه او د سونګ مواد خورا کم شوي دي.
یوه خیریه ټولنه وايي چې اسراییلي ټانکونه یې له مرکزونو څخه څو سوه متره لیرې دي.
اکثر ناروغان او روغتیاپال اړ شوي دي چې له روغتونونو ووځي او اوس یوازې لږ شمېر ډاکټران او نرسان پاتې دي څو د ډېرو سختو ناروغانو یا د هغو نویو زېږېدلو ماشومانو درملنه وکړي چې په ماشینونو کې ساتل کېږي.
د جمعې په ورځ د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې وویل چې د اسراییلو د عملیاتو له کبله مجبوره شوې ده په غزه کې خپل فعالیت ودروي. نوموړې موسسې وویل چې اسراییلي ټانکونه د دوی له صحي مرکزونو څخه یوازې څو سوه متره فاصله لري او دا یې د خپلو کارکوونکو لپاره د نه منلو وړ ګواښ وباله.
دا داسې مهال ده چې په غزه کې د اوربند لپاره پر اسراییل فشار په زیاتېدو دی خو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې نه مني او جګړې ته دوام ورکوي.
نتنیاهو تېره شپه د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د وینا پرمهال وویل چې اسراییل باید په غزه کې د حماس ډلې پرضد خپل ماموریت پای ته ورسوي.