د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

د غزې په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو دوام؛ د اسراییلو صدراعظم نیویارک ته پر لاره دی


په غزه کې د اسراییلي ټانکونو کتار (آرشیف)
په غزه کې د اسراییلي ټانکونو کتار (آرشیف)

په داسې حال کې چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شوی، اسراییلي ځواکونه د غزې په ښار کې دننه نور پرمختګ ته دوام ورکوي.

په دې ترڅ کې اسراییلي ټانکونه د خپلو پوځي عملیاتو په دوام، چې وايي هدف یې پر اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې له خونړۍ حملې وروسته د حماس ډلې له منځه وړل دي، نن غزې ښار ته ننوتل.

رویټرز خبري آژانس د غزې د صحي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې اسرایيلي پوځ نن په ټوله غزه کې ۱۹ کسان وژلي دي. د خبر له مخې په دې ډله کې د مرکزي غزې د زوایدا ناحیې د دوو اوسېدونکو کورنیو ۱۱ غړي هم شامل دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د غزې ښار د فلسطیني وسله والو وروستی سنګر دی.

دا کسان هغه مهال ووژل شول چې د اسراییلو جنګي جټ الوتکو د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړه.

اسراییلي پوځ د دې وژنو په اړه تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې په ټوله غزه کې ۱۷۰ اهداف په نښه کړي او د ترور پر هغو مرکزونو یې برید کړی چې وسله والو ډلو پر اسراییلي سرتېرو د حملو لپاره کار ترې اخیست.

په تېرو دوو کلونو کې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات خورا ډېر ویجاړوونکي وو او هلته د یوه بشري ناورین او پراخې لوږې سبب شوي دي.

که څه هم ښاغلي نتنیاهو ویلي چې د غزې ښار د فلسطیني وسله والو وروستی سنګر دی خو هلته سلګونه زره ملکيان هم اوسېږي او وېره دا ده چې دا خلک بل هېڅ خوندي ځای نه لري چې ورشي.

بل خوا د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي سټيف ویتکوف پرون- چارشنبې وویل چې واشنګټن ډاډه دی چې په راروانو ورځو کې به د غزې د جګړې لپاره د حل یوه موافقه ترلاسه شي.

د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، دېرژر به د غزې د جګړې لپاره یوه حل لاره وموندل شي.

ویتکوف دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په نیویارک کې یوې غونډې ته چې ډېری ګډونوال یې د اسلامي هېوادونو مشران وو، د منځني ختیځ د سولې لپاره خپل ۲۱ فقره یي پلان وړاندې کړ.

ښاغلي ټرمپ دا ژمنه هم وکړه چې اسراییلو ته به اجازه ورنه کړي چې د لویدیځې غاړې اشغالي سیمې له خپل قلمرو سره ضمیمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د نیویارک پر لور وخوځېد څو د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړي.

متحدوایالتونو د غزې په جګړه کې د نتنیاهو پرله پسې ملاتړ کړی او ټرمپ په روانه اونۍ کې عمومي اسمبلې ته په خپله وینا کې وویل، د فلسطیني قلمرو رسمیت پېژندنه دا خطر لري چې د ده په وینا حماس ډله به د خپلو بېرحمیو په بدل کې امتیاز ترلاسه کړي او په نتیجه کې به یې دا کړکېچ دوامداره شي.

XS
SM
MD
LG