د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۸

له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي


له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

د سند ایالت مرکز کراچۍ کې له تېرو څو لسیزو مېشت افغان کډوال وايي په وطن کې کورونه نه لري او په کراچۍ کې هغه کورونه پخپله ورانوي چې مېلیونونه روپۍ یې پرې لګولې دي. دوی وايي پاخه کورونه یې جوړ کړي ول او داسې تمه یې نه درلوده چې پاکستان به یې وطن ته تلو ته مجبوروي. د پاکستان حکومت د سپټمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دي. تر دې وړاندې په اګست میاشت کې یې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې له پاکستانه دې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي کنه نو په سپټمبر کې به یې په جبري ډول ولېږی. د هغه مهلت له ختمېدو وروسته د پاکستان له نږدې ټولو ایالتونو نه افغانستانه ته د کډوالو کډې روانې دي. له کراچۍ د مشال راډیو د خبریال راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG