د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۲

هندي کپټان د کرکټ بریا د پهلګام ترهګریز برید قربانیانو او هندي سرتیرو ته ډالۍ کړه


د هند لوبغاړي د پاکستان په وړاندې
د هند لوبغاړي د پاکستان په وړاندې

هند د یکشنبې په ورځ د کرکټ په اسیا جام کې پاکستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړه.

پاکستان لومړی بټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۱۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې هندي لوبغاړو یاد هدف په شپاړسم اوور کې پوره کړ په داسې حال کې چې لا یې اوه ویکټې او ۲۵ بالونه پاتې وو.

دا لومړی وار وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تېرې مې میاشتې له نښتو وروسته د کرکټ لوبه وشوه.
په بیګانۍ لوبه کې هم ګڼې داسې پېښې وشوې چې لوبه او کرکټ یې تر سیوري لاندې راوستل.
د هند د کرکټ ملي لوبغاړو له لوبې مخکې او وروسته له پاکستاني لوبغاړو سره له لاس ورکولو ډډه وکړه.

د هندي لوبغاړوخوښي د پاکستان د ټیم په ماتې باندې
د هندي لوبغاړوخوښي د پاکستان د ټیم په ماتې باندې

د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان سوریاکمار یادوف د خپل دغه کار ننګه وکړه او ویې ویل دا کار یې د هندوستان د کرکټ د ادارې او د حکومت په همغږۍ کړی دی.

«زه فکر کوم ځینې مساییل په ژوند کې تر ورزشي روحیې ورپورته دي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو سره ولاړ یو موږ د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو.»
د هند د کرکټ د ملي ټیم کپټان، سوریا کمار یادوف

هغه زیاته کړه: «موږ دا بریا خپلو هغو زړورو سرتیرو ته ډالۍ کوو چې په سندور عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه. لکه څنګه چې هغوی موږ ټولو ته الهام راکوي موږ هم کله چې موقع راشي خپله پوره هڅه کوو چې هغوی ټولو ته الهام وبښو.»

د هند د کرکټ ملي ټیم سره له دې له پاکستان سره لوبه وکړه چې په کور دننه له پاکستان سره د لوبې د بایکاټ ګڼ فشارونه پرې وو.

سږ مې میاشت د هند او پاکستان تر منځ د ډرون بریدونو، توغندیو او هاوانونو په مټ خونړۍ نښتې وشوې چې لږ تر لږه ۷۰ کسان پکې ووژل شول. دا وروسته له هغه چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو بریدګرو لسګونه ملکیان او پوځ په یوه تفریحي سیمه کې مړه او ټپیان کړل.

هندي پوځ د دغه برید پړه په هغو وسله والو ډلو واچوله چې په خبره یې په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او د پاکستاني پوځ او حکومت له ملاتړه برخمن دي. دا تور پاکستان رد کړی دی.

لا معلومه نه ده چې د کرکټ اسیايي او بیا نړیواله شورا په بیګانۍ لوبه کې د شویو پېښو په اړه څه پرېکړې کوي خو پاکستان واردمخه ځینې اعتراضونه کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د راپورونو له مخې د هند او پاکستان تر منځ د لوبې مرکزي ریفري ته عریضه وړاندې کړې چې ولې هندي لوبغاړو له پاکستاني لوبغاړو سره له لاس ورکولو ډډه کړې ده.

د پاکستان د کرکټ ملي روزونکي مایک هیسن هم وویل د هند د ټیم په پرېکړه باندې خواشینی شو. هغه زیاته کړه:

«موږ د لوبې په پای کې چمتو وو چې د سیال ټیم د لوبغاړو سره لاس ورکړو خو خواشیني په دې شوو چې هغوی له دې کاره ډډه وکړه.»
د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکی، مایک هیسن

د هندوستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو لوبې تل له شور او هیجان ډکې وي او د دواړو ټیمونو سلګونه میلیونه پلویان له خپلو خپلو لوبډلو د بریاوو تمې لري.

کله کله داسې هم پېښ شوي چې د لوبې په بایللو سره د لوبغاړو پر ضد مظاهرې کېږي او خلک یې عکسونه سوځوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG