خبرونه
د غلام خان د بندر لار پرانیستل شوه

د غلام خان بندر لاره چې نژدې یوه نیم میاشت د پاکستان له لورې بنده شوې وه، پرون د بار وړونکو موټر پرمخ پرانیستل شوه.
په خوست کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ د دې لارې د بیا پرانیستو خبر ورکړ، خو په دې برخه کې یې نور جزییات نه دې ورکړي چې ولې پاکستان دا لاره بنده کړې وه او څرنګه بیرته پرانیستل شوه.
د غلام خان بندر له بندیدو سره د راپورونو له مخې په تیرو شپږو اونیو کې په خوست او پکتیکا کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي او د دې لارې له بندیدو سره د سوداګرو په وینا د تورخم پر لاره بیروبار زیات شوی چې تیره اونۍ هم د سبزیو او میوو یوشمیر سوداګرو ازادي راډیو ته وویل چې اوږد انتظار د دې سبب شوی دی چې مالونه یې څه ناڅه خراب شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان او هند ټیمونه نن د اسیا جام په سیالیو کې لوبه کوي

د اسیا د ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې نن د پاکستان او هند ټیمونه لوبه کوي.
لوبه د کابل په وخت د شپې اوه بجې په دبی کې پیلیږي.
د جام پرونۍ لوبه کې سیریلانکا بنګله دیش ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه.
د افغانستان ټیم چې په B ګروپ کې بنګله دیش، سیریلانکا او هانګ کانګ سره دی، د سه شنبې په ورځ بنګله دیش سره لوبه کوي.
د افغانستان ټیم د هانګ کانګ په وړاندې د جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ۹۴ منډو په توپیر ګټلې.
په A گروپ کې هند ، پاکستان ، د عمان سلطنت او کوربه هیواد متحد عربي امارات لوبې کوي.
د آسیا جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د امریکا لوی شرکتونه په برتانیا کې ۱،۷ میلیارد ډالره پانګونه کوي

امریکايي شرکتونو اعلان کړی چې په برتانیا کې به د ۱،۷ میلیارد ډالرو انډول د ۱،۲۵ میلیارد پونډو په ارزښت پانګونه وکړي. دا اعلان برتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د سفر په درشل کې شوی دی.
برتانیا ته د ټرمپ دوه ورځنی سفر راروانه چارشنبې پیلېږي.
بېلابېلو شرکتونو له هغې ډلې سیټي ګروپ، پې پل، د امریکا بانک او بلک راک په برتانیا کې د نویو پانګونو لپاره د تیاریو خبر ورکړی.
همداراز ویل کېږي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې اوپن اې آی او اېن ویډیا غواړي د ټرمپ د سفر پرمهال په برتانیا کې څو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د برتانیا د سوداګرۍ او پانګونو وزیر پیټر کایل ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ د سفر په درشل کې د امریکايي شرکتونو پانګونې د برتانیا له یو نژدې شریک سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دوام نښه ده.
د روسیې بې پیلوټه الوتکو پر اوکراین د برید پرمهال د رومانیا خاورې ته ننوتې ده

د رومانیا دفاع وزارت وايي چې د دې هېواد جنګي جټ الوتکو پرون وروسته له هغه الوتنې پیل کړې چې د روسیې یوه بې پیلوټه الوتکه پر اوکراین د برید پرمهال د دې هېواد قلمرو ته ننوته.
د رومانیا د دفاع وزیر یونوټ موستیانو پرون وویل چې د دې هېواد اف شپاړس الوتکې ډېرې نژدې شوې وې چې د روسیې بې پیلوټه الوتکه چې په ټیټه ارتفاع کې الوتله له منځه یوسي، خو وروسته یې خپل لوری د اوکراین پر لور بدل کړ.
پرون د پولنډ په ختیځ ښار لوبلین کې هم د دې هېواد هوايي قلمرو ته د روسیې د یوې بې پیلوټه الوتکې د ننوتو له کبله خبرداری ورکړل شو. پولنډ درې ورځې مخکې د ناټو په مرسته په خپل هوايي قلمرو کې د روسیې یوه بې پیلوټه الوتکو وویشتلې وه.
د پاکستان پوځ د وسله والو په حملو کې د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ تایید کړې ده چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې نولس تنه پوځیان د شنبې په ورځ په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.
پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ حمله د جنوبي وزیرستان په بدر نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو د پاکستان د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې په دې نښته کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول او څلور نور کسان ټپیان شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر خپلو ټولنیزو پاڼو ومنله.
پوځ په یوه جلا بیان کې په کوز دیر کې هم په یوه نښته کې د اوو سرتېرو او لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی. بیان زیاتوي نښته هغه مهال پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د وسله والو یو پټنځای وموند.
پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي خو افغان طالبانو دا ادعا په وار وار رد کړې ده او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.
د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی دی

د هواپېژندنې ادارې له نن څخه د سه شنبې تر ورځې پورې د هېواد په یوشمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغیزو له کبله د کابل په سیندیزه حوزه کې د ناڅاپي ورښتونو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
بیان زیاتوي چې د خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو په سیندونو کې هم د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.
په بیان کې د سیندونو غاړو ته له نژدې اوسېدونکو غوښتنه شوې چې احتیاطي تدابیر غوره کړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.
د کرکټ د آسیايي جام لوبې؛ د بنګلدېش او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ سیالي په پام کې ده

د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې نن د بنګلدېش او سریلانکا لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا لوبه د ماښام په اوو بجو په ابوظبي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه د آسیايي جام د لړۍ چې افغانستان هم پکې لوبېږي، پنځمه لوبه ده.
په پرونۍ لوبه کې پاکستان خپل سیال عمان د ۹۳ منډو په توپیر مات کړ.
پاکستان ۱۶۰ منډې وکړې خو د عمان ټوله لوبډله په ۶۷ منډو اوټ شوه.
د اسراییل پوځ وايي، له دوه نیم لکو ډېر فلسطینیان د ځان د خوندیتوب لپاره له غزې ښاره وتلي دي

د اسراییل پوځ وايي، په تېرو څو اونیو کې له دوه نیم لکو ډېر خلک د غزې له ښاره وتلي او د دې تړانګې په نورو برخو کې ځای پرځای شوي دي.
د اسراییل د پوځ عربي ژبي ویاند ډګروال اویخای ادرعي Avichay Adraee نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پوځ د اټکل له مخې د غزې د مرکز د یو میلیون اوسېدونکو څلورمه برخه د خپل ځان د خونديتوب لپاره له دې ښاره وتلي دي.
د غزې له دې ګڼ میشتې سیمې د کورنیو وتل وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو پوځ په دې ښاري سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې اسراییلي پوځ پرون جمعه په دې سیمه کې پنځوس کسان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل.
د مهاجرت نړیوال سازمان د کونړ له زلزله ځپلیو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د مهاجرت نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې د شپاړس اعشاریه اته میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلیو د استوګنې غم وخوري.
( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ له رسنیو سره شریک شو ویلي دي چې په دې پیسو به دوی په کونړ کې یولک او څلور دیرش زره کسانو ته اضطراري سرپناه او روغتیایي خدمات چمتو کړي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان مرستیال اوګوچي دانیلز ویلي دي چې د زلزلې له امله ګڼو کورنیو د افغانستان په ختیځ کې هرڅه له لاسه ورکړې دي او په ډاګونو کې له سرپناه پرته ویدیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی که دا مرستې ژر تر ژره ونه شي ژمی رارسیږي نو ښایي د زلزله ځپلیو وضعیت ډیر پسې خراب شي.
د افغانستان په ختیځ کې د اګست د یو دیرشمې نیټې د زلزلې له امله د وروستیو شمیرو له مخې دوه زره دوه سوه پنځه کسه وژل شوي او نژدې څلور زره نور ټپیان شوې دي.
له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ د افغان کډوالو څه باندې یوولس سوه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو دولتي رسنۍ له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ د څه کم نهه زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.
ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي وايي، د وږي په ۲۱مه له پاکستانه د سپین بولدک او تورخم په دروازو ۶۶۴۸، او له ایرانه د اسلام کلا او ورېښم سرحدونو له لارې له ۲۱۰۰ ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي دي.
د خبر له مخې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ټوله کې ۱۱۰۲ کورنۍ چې د غړو ټول شمېر یې ۸۷۴۹ کسانو ته رسېږي، بېرته هېواد ته راغلي دي.
پاکستان او ایران، په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او په دې ترڅ کې د ملګروملتونو د راپورونو له مخې له دې دوو هېوادونو څخه ۳،۶ میلیون کډوال څه په خوښه او څه په جبر ایستل شوي دي.