خبرونه
قطر د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه داسرائیلو د صدرا عظم څرګندونې رد کړې

قطر نن په یوې شدید اللحنه اعلامیه کې ددغه هیواد لخوا د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه د اسرائیلو د صدراعظم څرګندونې "بی باکانه" وبللې رد کړې .
له دغو توندو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، اسرائیل په دوحه کې د حماس ډلې په دفتر هوايي برید کې ددغې ډلې د مشرانو د وژلو هڅه وکړه.
حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږي.
داسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران یا اخراج کړي یایې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي نو خپله اسرائیل به یې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دغه څرګندونې ددغه هیواد په دولتي حاکمیت باندې د راتلونکو تیريو لپاره یو څرګند ګواښ وباله او وغندلې .
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې نتانیاهو ښه پوهیږي چې په قطر کې د حماس دفتر د منځګړیتوب د هغو زیارونو په ترځ کې چې د متحدو ایالاتو او اسرائیلو لخوا یي غوښتنه شوې شتون لري.
اعلامیې زیاته کړه چې مذاکرات چې نړیوال ملاتړ یې درلوده تل د امریکايي او اسرائیلي پلاوو په حضور کې په رسمي او شفاف ډول ترسره شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان پوځ وايي خیبر پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي

د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر په ۱۱مه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د سېپټېمبر پر نهمه او ۱۰مه په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې ترسره شوي دي.
د بیان له مخې د پاکستان پوځ د مومندو په ګلونو سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴ وسلوال وژلي دي. پوځ وايي د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې یې څلور او په بنو کې یو وسلوال په عملیاتو کې وژلی دی. پوځ د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
پوځ په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "خوارج او د هند لاس پوڅي" بولي. خو بل پلو د هند حکومت په وار وار د پاکستان تورونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم په قبایلي او ورڅېرمه پرتو نږدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د ادعاوو سپیناوی نه شي کولی او کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د قبایلي ضلعو خلکو وخت په وخت د احتجاجونو او پرلتونو له لارې د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پام وکړي.
د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چی پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د قطر په مرستو بار الوتکه کابل ته ورسیده

د قطر یوه الوتکه چې روغتیایي مرستې یې لیږدولې نن کابل ته ورسیده.
دا د قطر د هغو مرستو لړۍ ده چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اګست د یو دیرشمې نیټې له زلزله ځپلیو سره کوي.
د کابل هوایي ډګر ته د قطر له ننۍ مرستې سره دا په مرستو بار لسمه قطري الوتکه ده چې افغانستان ته رسیدلې ده.
په ننۍ رسیدلې مرسته کې درمل، سیرم او د ژوند ژغورنې لپاره نور ضروري دارو درمل او وسایل شامل دي چې د افغانستان په ختیځ کې او تر ډیره په کونړ کې به روغیتایي مرکزونو او کلینکونو ته وسپارل شي.
په دوحه کې د اسلامي او عربي هیوادو سرمشریزه

قطر خبر ورکړ چې د عربي او اسلامي هیوادو مشران یې یوې غونډې ته وربللي دي.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پلازمینه دوحه کې پر قطر د اسراییل د برید مساله وڅیړل شي.
اسراییل د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه بمباري وکړه.
د حماس په وینا، په دوحه کې د سې شنبې د ورځې د اسراییلو بريد د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی، خو د دوی د یوه مهم مشر خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.
په امریکا کې پولیس نن د یوه مهم سیاسي فعال د قاتل د نیولو په لټه کې دي

د امریکا پولیس نن د هغه کس د نیولو هڅې کوي چې سیاسي فعال او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نژدې کس یې وواژه.
ټرمپ امر کړی دی چې د دې پیښې په پار د یکشنبې تر ماښام پورې دې د امریکا بیرغونه نیم ځوړند شي.
چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د (یوتا ویلي) په پوهنتون کې د وینا پرمهال په مرمۍ وویشتل شو.
تر اوسه کومې ډلي یا کوم کس د دې قتل مسوولیت نه دی منلی.
بنګله دیش او هانګ کانګ د اسیا د کریکټ د شلو اوریزو لوبو جام لپاره نن لوبه کوي

د اسیا د کریکټ د شل اوریزو لوبو د جام سیالیو کې، نن بنګله دیش او هانګ کانګ لوبه کوي.
دا د دې جام دریمه لوبه ده.
پرون ، د هند د کرکټ ټیم وتوانید چې کوربه ټیم، متحده عربي اماراتو ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.
د جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې، افغان ټیم د هانګ کانګ ټیم ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د دغو سیالیو په B ګروپ کې ، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ کانګ سره دی.
په A ګروپ کې، متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان لوبیږي.
د آسیا جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د ولسمشر ټرمپ ملاتړی رسنیز فعال چارلي کرک په ډزو ووژل شو

سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل شو.
ښاغلی کرک د چهارشنبې په ورځ، د یوتا ویلی پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو او ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" کې ولیکل، "لوی او افسانوي چارلي کرک مړ شو."
ټرمپ ولیکل، "په متحدو ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په پرتله د ځوانانو په زړونو او ذهنونو ښه نه پوهیده."
۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.
ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه .
د مشکوک کس د هویت او د کرک د وژنې د انګیزې په اړه جزئیات لاهم روښانه ندي.
د امریکا فدرالي پولیسو FBI پیل کې وویل چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی، مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده .
د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.
د طالبانو حکومت په غور ولایت کې د هیلي کوپټرې د نسکوریدو خبر تایید کړ

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د یوې هیلي کوپټرې د غورځېدو خبر تایید کړ.
د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې په ایکسپاڼه خپره کړه وویل چې د چهارشنبې په ماښام د طالبانو د هوايي ځواک یوه چورلکه چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په لور روانه وه، د الوتنې پر مهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له غره سره ولګیده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چورلکې د طالبانو یو شمېر چارواکي لېږدول، چې ټول یې له پېښې ژوندي پاتې شول او هیڅوک ټپیان نه دي.
مخکې له دې، سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې هیلي کوپټر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د غور والي حیات الله مبارک او څو نور چارواکي سپاره وو.
د سرچینو په وینا دوی د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې د سربو د معدن له لیدنې وروسته د فیروزکوه ښار ته د ستنېدو په حال کې وو چې هیلي کوپتر ولوېده.
سرچینو زیاته کړه چې د چورلکې درې پیلوټان او دوه د عملې غړي ټپیان شوي، خو نور مسافر ټپیان شوي نه دي.
د نیپال په مظاهرو کې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

د نیپال د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې اونۍ په مظاهرو کې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته ورسید.
وزارت وویل چې په دغو لاریونونو کې ۶۳۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
نیپالي سرتیرو نن سهار په پلازمینه کتمندو کې سړکونه وتړل او خلکو ته یې امر وکړ چې په کور پاتې شي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې په کتمندو کې لسګونه زره خلک په هغه لاریون کې شامل شول چې ابتدا کې د فساد پر ضد پیل شوی وو .
مظاهره چیانو پرون دولتي ودانیو ته اور واچاوه.
په نیپال کې خلک وروسته لدې نورهم غوسه شول چې ټولنیزې رسنۍ له کاره وغورځول شوې .
دغه رسنی د صدراعظم شرما اولي په امر وروسته لدې بیرته فعالې شوې چې پولیسو د پارلمان مخې ته د راټولو شویو مظاهرچیانو د تیتولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او ربړي ګولیو کار واخیست.
دغو لاریونونو صدارعظم مجبور کړ چې تیره شپه خپله استعفاء اعلان کړي او له خلکو یې وغوښتل چې له مظاهرو لاس واخلي.
یونیسیف: په افغانستان کې روستۍ زلزلې د سلګونو زرو کوچنیانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

ملګري ملتونه وايي د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلزلی د سلګونو زرو ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسیف نن چهارشنبه په خپلې ایکسپاڼه کې ولیکل چې په کونړ او څیرمه ولایتونو کې د روستی زلزلې له امله او په داسې حال کې چې ژمی را روان دی د ۲۱۲ زرو کوچنیانو او ددوی د کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
یونیسیف د سختو زلزله ځپلیو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره د ۲۲ ملیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ۱۳۹،۶ میلیون دالرو په ارزښت د بیړني غبرګون څلور میاشتنۍ طرحه جوړه کړې، چې بشرپال سازمانونه وکولای شي د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اونۍ د ویجاړونکې زلزلې څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو ته مرستې ورسوي.