د طالبانو حکومت د تېرې شپې خونړۍ زلزلې د افغانستان په څلورو بیلابیلو ولایتونو کې ۸۱۲ کسان مړه کړي او نږدې ۳ زره نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کونړ کې اوښتې چې د مړو شمېر یې ۸ سوه او د ټپیانو شمېر یې ۲۵۰۰ تنو ته رسیږي.
نوموړي وویل د دې ولایت، نورګل، وټه پوره، ماڼوګي، څوکۍ او چپه دره زلزلې ځپلي او په دغو سیمو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.
هغه دغه راز وویل چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې بیا د دې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د لغمان له الینګار ولسوالۍ نه هم د ۵۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
د لغمان سیمه ییزو چارواکو بیا د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند دا هم وویل چې په نورستان او پنجشیر کې د زلزلې له امله ۴ تنه ټپیان شوي او یو شمېر کورونه تخریب شوي دي.
هغه وویل چې د پېښې قربانیانو ته د ښې رسېدنې په هدف د طالبانو د حکومت د کلیو او پراختیا وزارت په مشرۍ کمېټه ټاکل شوې او د ریاست الوزار د مقام له لوري سل میلیونه افغانۍ په واک کې ورکړل شوي چې د زیانمنو کورنیو پالنه پرې وکړي.
نوموړي له سوداګرو او بهرنیو او کورنیو خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې له زیانمنو کورنیو سره په مرستو کې برخه واخلي.
په کونړ او ننګرهار د زلزلې زیانمو خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې لا هم ډېر شمېر خلک تر خاورو لاندي دي او د راویستلو لپاره یې مرستې ته اړتیا لري.
دا زلزله تېره شپه له دولسو بجو وروسته وشوه چې د افغانستان په ګډون یې پاکستان، هندوستان او د منځنۍ اسیا ځینې هیوادونه ولړزول.
په نورو هیوادونو کې د دې زلزلې د تلفاتو په اړه لا کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
د متحدود ایالاتو د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.
له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کابل کې د جاپان سفارت، د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو،د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ او یو شمېر نورو هیوادونو او بنسټونو د دغه خونړۍ زلزلې له امله د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې، او له زیانمنو سره د بیړني لاس لپاره یې خپل چمتوالی اعلان کړی دی.
دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته درېیمه خونړۍ زلزله ده چې په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزلې ۱۵ سوه کسان وژلي وو.
له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.
د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.