د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۶

په پاکستان کې افغان کډوال جرمني ته د پناه غوښتونکو د لېږد بهیر د بیا پلېدو هرکلی کوي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

جرمني ته د تګ لپاره درې نیم کاله انتظار، دا افغان خبریاله او د بشري حقونو فعاله وايي لا یې دې ته د تګ زیری نه دی ورکړی خو خوښه ده چې هغه هیواد ته له پاکستانه د افغان کډوالو ځنډېدلی بهیر بیل پیلېږي.

یاسمین نبي زاده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دا اندېښنه لري که پاکستاني پولیس ونیسي او افغانستان ته یې وشړي هلته به ګواښونو سره مخ شي:

"موږ د جرمني د دې پرېکړې هرکلی کوو، زه مې دلته شپږ کسیزې کورنۍ سره د ویزې نه شتون، ځای نه لرلو، اقتصادي ستونزو او د پولیسو لخوا نیولو او ډیپورت ګواښ سره مخ یو، زه چې یوه خبریاله او د بشري حقونو فعاله یم او یو ځل افغانستان کې نیول شوې هم یم، که افغانستان ته ډیپورت شم، ژوند مې ګواښ سره مخ کېږي."

د پاکستان په پلازمینه کې جرمني ته بله افغان کیس لرونکې حدیثه رحیمزی هم ورته اندېښنه لري.

دا چې له خپلو پنځو کوچنیو ماشومانو سره له تېرو درې کلونو راهیسې هغه هیواد ته د تګ په تمه ده وايي، خاوند یې افغانستان ته ډیپورت شوی دی:

“همداسې دې موږ هم ژر تر ژره انتقال کړي، ځکه چې زما د ماشومامو پلار (مېړه) هم افغانستان ته ډیپورت شو او دلته مو نور د کور څښتن هم نه پرېږدي، موږ کرایه نه شو ورکولای، دلته په دې بد حالت کې یو،جرمني دې نور له دې زیات مونږ نه ځنډوي، موږ دې هم وباسي، موږ دلته د جرمني په انتظار کې درې کلونه تېرل کړل.”

دا څرګندونې داسې مهال دي چې جمعه « د اګسټ په ۲۹مه» ځینو جرمني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې دوشنبه د سپتمبر په لومړۍ نېټه به به شا او خوا پنځوس افغانان په یو الوتکه کې له اسلام اباد د جرمنې هانور ښار ته انتقال شي.

دا کسان د هغو شاوخوا دوه زره او درې سوه افغانانو له ډلې دي چې په پاکستان کې اوسېږي او جرمني یې د منلو ژمنه کړې ده.

مخکې فرانس پریس خبري اژانس تېره سه شنبه «اګسټ په ۲۶مه» د جرمني یوې دولتي سرچینې به حواله ویلي وو، چې هغه افغانان به په تدریجي ډول جرمني ته ولېږل شي چې محکمې له قانوني پلوه د جرمني د ویزې وړ بلللي دي.

هم مهاله شنبه « د اګسټ په ۳۰مه» ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د جرمني له بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د جمعې په ورځ پر ټیلفون خبرې کړې دي.

د دغو راپورونو له مخې دا خبرې تر ډیره په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو په تړاو وې چې جرمني د هغوی د ایستلو ژمنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۱۱ افغانان چې جرمني یې د کډوالو په توګه د منلو ژمنه کړې وه، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د دې وزارت یوه ویاند تېره اونۍ په برلین کې وویل چې ۴۵۰ افغانان په پاکستان کې نیول شوي او د شړلو له خطر سره مخ دي.

جرمنۍ ورځپاڼې «ولت ام زونټاګ» مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ۳۵ زره او ۵۰۰ له خطر سره مخامخ افغان کډوال له پاکستانه جرمني ته لېږدولي دي.

په تر ټولو وروستۍ الوتنه کې چې د ۲۰۲۵ د اپرېل په ۱۶مه له اسلام‌اباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته شوې وه، ۱۳۸ افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال شوې وو.

د یادونې ده چې په جرمني کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کډوالو تګلارې سختې شوې او دې کار د هغو افغانانو د لېږد چارې هم ټکنۍ کړې چې جرمني د پناه ژمنه ورکړې ده.

د جرمني د فدرال ادارې د احصایې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ تر پایه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر نږدې ۴۴۲ زرو ته رسېدلی دی.


XS
SM
MD
LG