د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته د یونیسف اندیښنې


په خوارځواکي اخته افغان ماشوم او د هغه مور-ارشیف
په خوارځواکي اخته افغان ماشوم او د هغه مور-ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱.۴ میلیونه ماشومان، د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي ناورین سره مخ دی خو ورته تر ټولو کمه پاملرنه شوې ده.

دغې ادارې د جمعې په ورځ (د اګست په لومړۍ نېټه) به خپل تازه خپور کړي راپور کې، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ (ویسټینګ) کړیږي او ډېر ډڼګر شوي، چې له دې شمېر ۱.۴ میلیونه یې د مړینې له لوړخطر سره مخ دي.

یونیسف زیاته کړې چې له دې شمیر تر ۸۵ سلنې زیات یې له دوو کلونو کم عمره ماشومان دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د نفوس له ۵۰ سلنې زیاته برخه، چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان کیږي، بشري مرستو ته به اړتیا ولري، چې له دې ډلې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، سږکال له اته لکه او ۵۰ زرو زیات ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شديدي خوار ځواکۍ بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې خوارځواکي دي، وایي د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله یې د درملنې وس نه لري.

د ننګرهار ولایت يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخسیتل شي، ازادي رادیو ته یې وویل:

"زموږ په کور کې یو درې کلن ماشوم او بل هم دوه کلن ماشوم خوارځواکي دي، څه وکړو؟ بې وزلي ډیره ده، کار نشته، کلینیک نشته، د درملنې وس نه‌لرو."

د ماشومانو د ناروغیو ډاکټران له دې ډلې محمود ضیا رحیمزی، وایي د ماشوم د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره باید تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکړل شي. دغه شان، له شپږ میاشتنۍ وروسته باید ورته مکمل خواړه ورکړل شي چې پکې پروتین، قند، شحمیات، ویټامینونه او منرالي مواد شامل وي، او په خوړو کې یې باید تنوع ته پام وشي.

ښاغلي رحیمزي پر ماشومانو د خوارځواکۍ د اغېزو په اړه وویل:

"لنډمهالې اغېزې یې د ماشوم د عضلاتو وېلې کېدل، او د بدن په وده کې یې ځنډ دی، د انتاني ناروغیو لکه نس ناستې او تنفسي ناروغیو پر وړاندې حساس کېږي، او ذهني وده یې هم کمزورې کېږي. په اوږدمهاله اغیزو کې، ماشوم په راتلونکي کې د لوړ فشار، شکر او د پښتورګو د نه فعالیت په څېر ناروغیو په وړاندې حساس کیږي. دوهم، د ماشوم ونه وده نه کوي. درېیم، ممکن د هغه ذهن هم ښه وده ونه کړي او په ښوونځي او کار کې ښه ریکارډ ونه لري."

یونیسف دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي، چې مخکې یو شمېر سازمانونو له دې ډلې سیف د چلدرن، د روان کال په اپریل میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې په لسو هېوادونو کې، چې افغانستان هم پکې شامل دی، په لکونو ماشومان د بشري مرستو د کمېدو له امله بیړنیو خوراکي موادو ته له لاسرسي بې‌برخې شي.

دغه شان، د ملګرو ملتونو بیلابیلو ادارو د روان کال د جون په میاشت کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو نه نهه یې، چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان کیږي، د ودې لپاره لازمې خوراکي تنوع ته لاسرسی نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو دی چې په لوړ شمیر سره په شديدي خوارځوکۍ اخته ماشومان لري.

XS
SM
MD
LG