د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

ولسشمر ټرمپ: پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي


د امریکا ولسمشر ټرمپ
د امریکا ولسمشر ټرمپ

د اوکراین په پلازمینه کییف کې د پنجشنبې په ورځ له خونړیو بریدونو وروسته چې یو دیرش کسان پکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مسکو د نویو بندیزونو د لګیدو خبرداری ورکړ.

د اوکراین په پلازمینه کیف باندې د روسیې له وروستي مرګوني برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه فکر کوي هغه څه چې روسیه یې کوي یو کرکجن عمل دی.

ټرمپ دا هم وویل چې متحده ایالات غواړي پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

وروسته له دې چې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه روسیې پر اوکراین پراخ برید پيل کړ، لویدیځو هیوادونو پر مسکو د بندیزونو لړۍ پيل کړه چې دې بندیزونو د روسیې اقتصاد سخت اغیزمن کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبه په ورځ دا هم وویل چې د هغه ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به اسراییل ته تر سفر وروسته مسکو ته ولاړ شي.

ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په کریملین کې د رژیم د بدلون غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دا په راتلونکي کې د سیمې د بې ثباته کولو د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره ده.

په عین حال کې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د روسیې وروستي بریدونه په کیف کې له وحشته ډک سهار بللي دي. ده وویل چې د روسیې بریدونو استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې، ښوونځي او روغتونونه یې ویجاړ کړل، ملکي وګړي یې ووژل او ټپيان کړل.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې اوکراین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې ده د اګست په لومړۍ نیټه ترسره شي، د ده په وینا دا غونډه د مسکو د تیري په ځواب کې دوی رابللې ده.

بل لور ته روسي ځواکونو ادعا وکړه چې له ۱۶ میاشتنۍ خونړۍ جګړې وروسته یې د اوکراین په ختیځ کې د چاسیوف یار ستراتیژیک ښار نیولی دی.

اوکرایني چارواکو دا ادعا رد کړې او تر اوسه خپلواکو سرچینو د روسیې د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG