د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

ټرمپ په کیف باندې د مسکو وروستی برید یو "ناوړه" عمل وباله، او د نويو بندیزونو د لګولو ژمنه یې وکړه


ولسمشر ټرمپ په کیف باندې د روسیې وروستی مرګونی برید یو "ناوړه" عمل وباله، او په مسکو باندې یې د نويو بندیزونو د لګولو ژمنه وکړه. بلخوا د اوکراین ولسمشر په روسیه کی د رژیم دبدلون غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په کیف باندې د روسیې په وروستي مرګوني برید غوسه څرګنده کړه او دا عمل یې "ناوړه" وباله او ژمنه یې وکړه چې پر مسکو به نوي بندیزونه ولګوي.

ددغه برید په نتیجه کې ۲۶ کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

ټرمپ د پنجشبنې په ورځ (جولای په ۳۱مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "روسیه، زه فکر کوم هغه څه چې دوی یې کوي کرغیړن دي."

هغه وویل چې متحده ایالات پلان لري چې په مسکو باندې نوي بندیزونه ولګوي . خودایې و نه ویل چې څه ډول مشخص بندیزونه . لویدیځو هیوادونو د جنګ د دوام د مخنیوی د هڅو په ترڅ کې پر روسیې یو لړ مالي بندیزونه لګولې دي، چې ددغه هیواد اقتصاد یې زیانمن کړی دی. لویدیځ هڅه کوي کریملین د جګړې د تمویل توان له لاسه ورکړي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د هغه ځانګړی استازی سټیف ویټکوف به اسراییل ته له سفر وروسته مسکو ته ولاړشي.

ویټکوف د اسراییلي چارواکو سره د غزې د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د ټرمپ لدغو څرګندونو څو ساعته مخکې ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په کریملین کې د "رژیم بدلون" غوښتنه وکړه، او ویې ویل چې دا یوازینۍ لار ده چې روسیه په راتلونکې کې د سیمې د "بې ثباته" کولو هڅه کولو څخه لاس واخلي.

زیلنسکی د پنجشبنې په ورځ د سړې جګړې د دوران د هیلسنکي د قانون د لاسلیک کیدو ۵۰ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په آنلاین وینا کې وویل چې هغه باور لري چې د لویدیځ متحدینو لپاره لاهم امکان لري چې په روسیې "فشار" وارد کړي چې د اوکراین په وړاندې خپله جګړه ودروي.

زیلنسکی زیاته

خو که نړۍ په روسیه کې د رژیم بدلولو هدف ونه لري، دا پدې مانا ده چې حتی د جګړې پای ته رسیدو وروسته به هم ، مسکو د ګاونډیو هیوادونو د بې ثباته کولو هڅه وکړي.


زیلنسکی وروسته دخپلې ویډیويي وینا په ترڅ کې وویل: "نن، موږ په څرګنده توګه پوهیږو چې اروپا ته د سولې راوستلو لپاره څه ته اړتیا ده، هغه دا چې روسیه سولې ته مجبوره کړای شي، ترڅو دا جګړه پای ته ورسیږي."

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر جان کیلي د جولای په ۳۱مه د امنیت شورا ته وویل چې ټرمپ د اګست د ۸مې نیټې د اعلان شوي ضرب الاجل په اړه کلک ولاړ دی چې په اوکراین کې د اوربند تړون ته ورسیږي.

هغه وویل "روسیه او اوکراین دواړه باید د اوربند او دوامداره سولې په اړه خبرې اترې وکړي. دا د تړون کولو وخت دی. ولسمشر ټرمپ روښانه کړې چې دا باید د اګست تر ۸مې نیټې پورې ترسره شي،"

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې، د شپږو میاشتو له ډیپلوماسۍ وروسته به ټرمپ ډیر ژر اړ شي چې پریکړه وکړي چې که یو اړخ د اوربند منلو څخه انکار وکړي نو څنګه د اوربند لور ته خپلو هلوځلو ته په موثره توګه دوام ورکړی .

روبیو وویل چې امریکایي او روسیې چارواکو د اوکراین د جګړې په اړه ځانګړې خبرې اترې ترسره کړې، خو واشنګټن په دې خبرو اترو کې "هیڅ پرمختګ" ونه لید.

XS
SM
MD
LG