د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

لوګر کې د ۴۰ میګاواټو  لمریزې برښنا د تولید د پروژې د کار پیل


د طالبانو حکومت د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټو لمریزې برښنا د تولید د پروژې کار پیل کړ.

خبر زیاتوي چې ملا عبدالغنی برادر د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پنجشنبې په ورځ د پروژې د پیل په مراسمو کې برخه واخیسته.

د ریاست الوزراء داقتصادي معاونیت خبر پاڼه وايي چې دا پروژه د ۲۸ ملیونو ډالرو په لګښت په ۱۸ میاشتوکې پلي کیږي او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر د یوه سب ستیشن جوړول هم په کې شامل دي.

تمه ده چې ددغې پروژې له لارې ۴۰ زره کورنیو ته بريښنا ورسول شي او د محمد آغې د صنعتي پارک ستونزه هم حل شي.

درپوټونه په اساس افغانستان د خپلې برښتا ۸۰ سلنه اړتیا له ګاوڼیدو هیوادونو ترلاسه کوي او هر کال سلګونه میلیونه ډالر د برښنا په اخیستلو مصرفوي.

XS
SM
MD
LG