د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

کډوالۍ نړیوال سازمان: اقلیمي بدلون یوازې د روان م. کال پیل کې نژدې پنځه میلونه افغانان زیانمن کړي  


د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د روان میلادي کال په پیل کې په ټول افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه خلک د سختو سېلابونو او درنو واورو له امله زیانمن شوي دي.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۳۰مه، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقلیمي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې، یولک او ۷۵ زره خلک په کور دننه بې‌ځایه شوي، چې ۷۹ سلنه یې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې له درې لکه او ۹۶ زرو ډېرو خلکو هم کډوالۍ ته مخه کړې ده.

«ای او ام» ویلي چې په دې پېښو کې کلیوالي ټولنې تر ټولو ډېر زیانمنې شوې، کورونه ویجاړ شوي او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

«اۍ او ایم» دغه‌شان زیاته کړې چې د خوړو نه خوندیتوب په دې موده کې د خلکو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه وه، چې ۴۷ سلنه ټولنو د خوړو کمښت خپله اصلي ننګونه بللې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر سېلاب‌ځپلي وايي چې سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او دا چې دوی یې د بیارغونې توان نه لري، کډوالۍ ته یې مخه کړې ده.

د بغلان مرکزي یو اوسېدونکي حق‌بین مرادي ازادي راډیو ته وویل:

"په بغلان مرکزي کې چې کوم سېلابونه راغلل، زموږ کورونه او دیوالونه ویجاړ کړل، موږ ته یې مالي زیانونه واړول، زه له خپلو ماشومانو سره مې وتښتېدم او کابل ته کډه شوم، موږ مرستې ته اړتیا لرو او مرسته غواړو ځکه زموږ ستونزې ډېرې دي."

د میدان وردګو ولایت یو بڼوال، چې باغ او کرنیزې ځمکې یې په تېرو دوو کلونو کې د سېلابونو له امله ویجاړې شوې، ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه هېڅ ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.

"زموږ زیانونه ډېر دي، ما شاوخوا دوه سوه د مڼو ونې درلودې، چې ټولې وچې شوې او له منځه ولاړې، هر کال مې له دې ونو شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ عاید تر لاسه کاوه، تېر کال شل لکه افغانۍ او سږ کال مې یو لک افغانۍ زیان کړی دی، یوازې یو ځل د طبیعي پېښو ادارې د غنمو سره مرسته وکړه، بل هېڅ مرستندویه ادارې یا سازمان له موږ سره مرسته نه ده کړې."

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د جولای په ۲۷مه په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د روان کال په اوړي کې د اقلیمي ناورین له زیاتېدونکو پایلو، وچکالۍ، بې‌ساري ګرمۍ، د سېلابونو له خطرونو، کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړ کمښت او د څارویو تلفېدو سره مخ دی.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ای سي ار سي) هم ویلي وو چې د څلورو لسیزو جګړو له امله د طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلون منفي اغېزو په وړاندې د افغانستان زیانمنېدو په دغه هېواد کې سترې اقتصادي ننګونې رامنځته کړې دي.

افغانستان د هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له منفي پایلو لکه وچکالۍ، سېلابونو، غیر منظم ورښتونو او د اوبو د سرچینو له کموالي سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG