د بخښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې چې له ایرانه د میلیونونو نورو افغان کډوالو د ایستلو له ګواښ سره د مخامخېدو کېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې، د ایرانه د کورنیو چارو له وزارته یې غوښتي، هغه کسان ونه باسي چې په ټکو یې د طالبانو له ځورونو سره مخامخ دي.
«امنسټي انترنشنل» دغه شان د یو کمپاین په پیلولو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ «یو ان اچ سي ار» په ګډون له ټوالو نړیوالو سازمانونو او خلکو غوښتي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ته د لیکونو په استولو د دې بهیر د درولو غوښتونکي شي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰مه) پر خپله وېب پاڼه دې خپور کړي اعتراضي بیان کې د «یو ان اچ سي ار» د راپورونو پر بنسټ ټینګار کړی چې ایران د روان ۲۰۲۵ کال د جون له لومړۍ نېټې او په ټکو یې په ځانګړي ډول « له اسراییلو سره له شخړو وروسته» د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر چټک کړی او تر اوسه یې له نیم میلیونه زیات افغانان ایستلي دي.
دې سازمان اندېښنه ښودلې چې دا افغانان په داسې شرایطو کې افغانستان ته استول کېږي چې دغه هېواد یې د منلو لپاره په کافي اندازه بشري اسانتیاوې په واک کې نه لري.
«امنسټي انترنشنال» زیاته کړې ډېری افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له ګواښونو او ځورونو او ښځې بیا په د دغه سازمان په ټکو، د «جنسیت پر بنسټ له تبعیضي چلند» سره مخ دي.
هغه څه چې ایران کې ځینې مېشت افغان کډوال او افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي یې هم مطرح کوي.
له دې ډلې تهران کې مېشتې د افغان ښځو د حقونو فعالې مونسې عمرزاده ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې افغانستان کې ورته د متوجې ګواښونو له امله ایران ته راغلې ده:
"موږ ښځې چې د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ له تبعضي چلند سره مخ یو او اوس ایران کې یو، هر شېبه د جبري ستنونې له خطر سره مخ او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، موږ له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غواړو چې د ایران پر دولت فشار راولي چې خپلو دغو غیر قانوني او غیر انساني اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي."
کریم محمدي بیا هغه څوک دی چې ایران کې له لسیزو استوګنې وروسته دوه اونۍ مخکې له خپلې ۸ کسیزې کورنۍ سره له دې هیواده ایستل شوی او اوس د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې خپلې میرمنې او څلورو کوچینو ماشومانو سره تر خیمې لاندې ژوند کوي.
ده افغانستان ته د ستنو کړل شویو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ چې راغلي یو تر اوسه مو هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، ماشومان مو ټول ناروغان شوي، نږدې وو چې مړه شي، حتا تر ډاکتره یې وړلی نه شو، خواړه اوبه هېڅ نه لرو، تر خیمې لاندې ژوند کوو، ایران کې مو هر څه پاتې شول او دلته هېڅ څه هم نه لرو."
که څه هم طالبانو تازه د بخښنې نړیوال سازمان او په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ازادي رادیو سره خبرو کې ټینګاری کړی چې دوی د خپل مشر د عمومي عفوي فرمان ته ژمن دي او ستنېدونکو ته د اسانتیاوو د برابرو هڅې کوي.
د يادونې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د نورو نړیوالو سازمانونو له اندېښنو سره سره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران د افغان کډوالو د جبري ستنونې بهیر نه دی درولې او لا یې چټک کړی دی.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد چهارشنبه د جولای ۳۰ مه، کابل کې یوېغونډې ته وویل، په تېرو درې میاشتو کې ۱،۸ میلیونه افغانان له ایران ایستل شوي دي.
نوموړي دغه شان زیاته کړې چې روان لمریز کال کې بیا یو لک او ۸۴ زره افغانان له پاکستان او دغه شان پنځه زره له ترکیې هم ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.