د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۹

له تاجکستانه په وروستیو لسو ورځو کې سلګونه افغانان په زوره ایستل شوي


د کډولو  نړیوال سازمان (ای او ام) وايي چې په تیرو لسو ورځو کې له تاجکستانه افغانستان ته ستانه شوي ۹۳ سلنه کسان په زوره ایستل شوي دي.

یو افغان چې په دې وروستیو کې له تاجکستانه افغانستان ته را ایستل شوی، وايي چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره له خپل کارځایه نیول شوی او بیا افغانستان ته په زوره استول شوی دی.

دی اوس په کابل کې اوسي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي. ده ازادي راډیو ته وویل چې کورنۍ یې لا هم په تاجکستان کې پاتې ده.

"زه له تاجکستانه په زور ایستل شوی یم، په خپل زړه دلته نه یو راغلي،زموږ پاسپورټونه هلته پاتې دي او موږ یې په زوره را ایستلو، په داسې حال کې چې موږ دا تمه نه درلوده او د تاجکستان له دولته مو رسمي اسناد درلودل، کورنې مې هلته ده، زړه مې ډېر نارامه دی، موږ په کابل کې هم ستونزې لرو، ځکه دلته کور نه لرو، قیمته دي او پیدا کېږي هم نه، زه اوس د خپلې خور په کور کې اوسېږم، د دوی کور هم تنګ دی، ستونزې ډیرې دي، په کابل کې کار هم نشته او روزګار په سختۍ تېرېږي."

بل خوا په تاجکستان کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې په دې وروستیو کې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

له دې ډلې یو افغان چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپوز شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"په تیرو دوو اونیو کې له دریو، څلورو زرو ډیر خلک تللي دي، دوی سهار وختي کله چې تیاره وي د امنیت ریاست ته یې نږدې ورغواړي او بیا یې پاسپورټونه ورکوي، د موټر چلوونکي مشخصات اخلي او ورته وايي چې پولې ته یې بوځي، کوچني ماشومان یې یرغمل کړل او د دوی کورنیو ته یې زنګونه ووهل چې دوی ورشي.”

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) وايي چې په تیرو لسو ورځو کې له تاجکستانه یو زر او ۸۱ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۲۸مه، په یوه راپور کې وویل چې د دې کسانو ۹۳ سلنه چې د جولای د ۱۷مې او ۲۷مې ترمنځ د کندوز ولایت د شیرخان بندر له لارې اوښتي، له هغه هیواده په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا راپور د ۱۱۰ راستنیدونکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، چې ډیری یې د تاجکستان له پلازمینې دوشنبه او سغد ولایته ستانه شوي وو، او ډیریو یې اراده درلوده چې کابل، بلخ، هرات او بغلان ولایتونو ته ستانه شي.

(ای او ام) زیاته کړې چې ۶۹ سلنه کسانو ویلي چې دوی تاجکستان ته د کار کولو یا په افغانستان کې د خپلو دندو له لاسه ورکولو له امله تللي وو، ۴۲ سلنه ویلي چې دوی هلته بل هیواد ته د سفر لپاره او ۱۴ سلنه یې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره تاجکستان ته تللي وو.

وړاندې راغلي چې د کډوالو نړیوال سازمان له تاجکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د احتمال په اړه د راپورونو له خپرولو وروسته، د کندز ولایت په شیرخان بندر کې د خلکو د تګ راتګ د څارنې او ثبتولو لپاره یوه ډله استولې، او له دې لارې، د خلکو د تګ راتګ څارنه کوي او د کډوالو د تګ راتګ اړوند معلومات راټول او تحلیلوي.

له دې مخکې، د جولای په ۱۹مه، د تاجکستان دولتي خبري اژانس "خاور" د دغه هیواد د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي وه چې یو شمیر افغان وکړي د یو لړ سرغړونو د ترسره کولو له امله ایستل شوي دي.

د راپور له مخې، په یاد شویو سرغړونو کې د مخدره توکو قاچاق، د سخت دریځو ایډیالوژیو ترویج، د پناه ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو او معلوماتو چمتو کول، د کډوالۍ د قوانینو سرغړونه، د دریم هیواد تابعیت درلودل، او د مخدره توکو لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه د تاجکستان د خاورې کارول شامل دي.

خو دا ادعاوې په تاجکستان کې د ګڼو میشتو افغانانو لخوا رد شوي دي.

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت چې لا هم د تېر جمهوري حکومت د سفیر ظاهر اغبر لخوا اداره کیږي، د رسنیو څانګې یوې مسوولې یې ازادي راډیو ته ویلي چې دوی له تاجکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي او د دوی د استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې، خو د تاجکستان له حکومته یې لا رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت په خبره، شاوخوا ۱۳ زره افغان کډوال په هغه هیواد کې ثبت شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان له خوا له تاجکستانه د افغانانو ایستل په رسمي ډول په داسې حال کې تایید شوي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه هم د افغان کډوالو د جبري ستنولو څپه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.


XS
SM
MD
LG