«اوچا» په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۲۷مه یې خپور کړی، د قحطۍ د لومړنیو خبرداريو سیسټمونو د شبکې FEWS NET د معلوماتو پر بنسټ، د څړځایونو د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې په راتلونکو میاشتو کې د تودخې لوړه درجه او کم بارانونه ممکن د وښو او شنو ځایونو د سخت کمښت لامل شي.
د اوچا راپور وايي د وښو او شنو کبلو کمښت په سږني دوبي کې په افغانسنتان کې د زرګونه کورنیو ژوند ګواښي.
د «اوچا» په ټکو، دا مسله په ځانګړې توګه د جولای او سپټمبر مباشتو ترمنځ کولای شي، چې پر مالي برخې شدید فشار راولي او پر برخې د تړلو کورنیو ژوند وګواښي.
په راپور کې وړاندې راغلي، چې په ورته وخت کې د افغانستان ډیری سیمې به له منځنۍ کچې پورته ورښتونو سره مخ شي، چې د وچکالۍ یوه اندازه راکمولای شي، خو په ټکو یې د سیلابونو خطر به هم زیات کړي.
د راپور له مخې، جون میاشت په ټول افغانستان کې له منځنۍ کچې ټیټ ورښتونو او له معمولې کچې بیا لوړې درجې تودوخې کې تېره شوې چې په بېلابېلو سیمو کې د واورې د ویلې کېدو له درکه د اوبو ټیټه کچه په دغه هیواد کې د اوبو سرچینو د شدید بد وضعیت له امله د اندیښنې وړ نښه ده.
وړاندې راغلي چې له دې مخکې، د می میاشتې تر پایه د خاورې په لندبل (رطوبت) کې د پام وړ کمښت طبیعي ورښتونو پورې تړلي د غنمو پر حاصلاتو مستقیماً منفي اغیزه کړې ده.
د دې ارزونې له مخې بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکندي، بامیان، پروان او کابل د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې د جون تر پایه پورې یې د اقلیم له پلوه تر ټولو زیات زیان ګاللی دی.
د بادغیس ولایت یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه وايي "سږ کال په بادغیس کې د نورو کلونو په پرتله ښه کال نه دی، ممکن شاوخوا ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه کرنه شوې وي، خو پاتې ۷۰ سلنه یې چې د اوبو لاندې باید وی، نه ده شوې، د غنمو، نخودو او نور شیانو فصلونه هغسې نه دي شوي لکه څنګه چې باید شوي وای."
د چاپېریال ساتنې او اوبو سرچینو د مدیریت د چارو پوه سید عبدالباسط رحماني وايي، افغانستان اوس د اقلیمي بدلون په برخه کې د شا تګ شاهد دی او د اقلیمي بدلون سره د دې هېواد د چمتوالي لپاره چې د پرمختللو هیوادونو پانګونې، مالي سرچینو، علمي تخصص او همکارۍ ته اړتیا لري، کم کار شوی دی.
د چاپېریال ساتنې د اړوندو مسایلو له پامه غورځول به د افغانستان د خلکو لپاره نه جبرانیدونکي پایلې ولري.
ښاغلي رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د دې مسلې له پامه غورځول به د افغانستان خلکو لپاره نه جبرانیدونکي پایلې ولري.
د هغه په وینا"که په دې برخه کې ونه شي، کډوالي به زیاته شي، د چاپیریال ستونزې به رامینځته شي، دندې به له لاسه ورکړل شي، ټولنیزې او امنیتي ستونزې، او حتی نورې حاشیوي ستونزې چې کولی شي یوه ټولنه او تمدن ویجاړ کړي، رامینځته کیدی شي، او په لنډ وخت کې به د دې ستونزو جبرانول ناممکن وي."
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال خبرداری ورکړی چې که نړۍ ژر تر ژره پاکې انرژۍ ته مخه نه کړي، افغانستان به له ډیرو سختو چاپیریالي، اقتصادي او بشري ناورینونو سره مخ شي.
اندریکا راتواته په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۷مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) پر ایکس پاڼه خپره شوې ټینګار کړی چې کمزورې زیربنا، د باور وړ انرژۍ ته د دغه هېواد محدود لاسرسی او د کډوالو په لویه کچه ستنېدو وضعیت خراب کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د جګړې، بې وزلۍ او له بشري ناورینونو اغیزمن شوی او د اقلیم د بدلون لپاره له هغو لسو ترټولو زیانګالو هیوادونو ګڼل کیږي، چې بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال په خبره، دا سازمان او شریکان یې هڅه کوي چې د اوبو سرچینو پیاوړتیا، د پاکې انرژۍ پراختیا، د چاپیریال بیا رغونې او د طبیعي پیښو د ګواښ کمولو له لارې د اقلیم ناورین سره د افغانانو د سمون لپاره مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې او د روان کال په پیل کې یې وویل چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰ اعشاریه ۶ ملیارد ډالرو مالي مرستې ته اړتیا لري.