د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

نوې څېړنه؛ په یوځل د اونۍ د پای ورزش هم د زړه او ناروغیو له کبله د مړینو شمېر کمولای شي


په نوره نړۍ کې اکثرا د پاخه عمر لرونکي خلک په منظم ډول قدم وهلو ته وځي
په نوره نړۍ کې اکثرا د پاخه عمر لرونکي خلک په منظم ډول قدم وهلو ته وځي

که تاسو د شکر ناروغي لرئ او ورزشي تمرینونه کوئ مثلا منډې یا قدم وهئ، نو دا ستاسو لپاره یو ډېر ښه خبر دی.

یوه نوې څېړنه ښيي چې که تاسو هره ورځ وخت نه لرئ او خپل ورزشي تمرینونه د اونۍ په پای کې کوئ بیاهم د منډو او قدم وهلو په وسیله د ډېرو ناروغیو مخه نیولای شئ او حتی کولای شئ چې د زړه د ناروغیو له کبله د مړینې احتمال راکم کړئ.

په دې څېړنه کې چې د داخلې د ناروغیو کالنۍ خپرونې خپره کړې ده، د څه باندې ۵۱ زره لویانو چې د شکر په ناروغۍ اخته وو، معلومات کتل شوي دي. له دې ناروغانو سره د ۱۹۹۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د امریکا د ملي روغتیا د مرکو د سروې د پروګرام په ترڅ کې خبرې شوې دي.

هغه خلک چې غواړي د خپل کار، کورنۍ او ناروغیو ترمنځ انډول وساتي، له دې څېړنې ګټه اخیستلای شي.

د باسټن پوهنتون د عامې روغتیا د پوهنځي د دې انستیتیوت څېړونکو د زړه د ناروغیو او سرطانونو په ګډون د مړینې عوامل د بېلابېلو ورزشي فعالیتونو د نمونو په توګه ارزولي دي.

د روغتیا د اوسنیو لارښونو سپارښتنه دا ده چې لویان باید د یوې اونۍ په ترڅ کې لږترلږه ۱۵۰ دقیقې متوسط او تېز ورزشي حرکات وکړي، او غوره هم دا ده چې دا ۱۵۰ دقیقې په دریو یا تر هغه ډېرو ورځو وویشل شي.

خو اوس خلک دې کار ته وخت موندلای شي، مخصوصا هغه کسان چې غواړي د خپل کار، کورنۍ او د شکر په څېر د ناروغیو ترمنځ انډول وساتي.

د دې خبرې د معلومولو لپاره څېړونکو ناروغان په څلورو ډلو وویشتل؛ لومړۍ ډله هغه کسان وو، چې هېڅ ورزش یې نه کاوه، دوهمه ډله هغوی چې په اونۍ کې یې له ۱۵۰ دقیقو لږ ورزش کاوه، دریمه ډله هغوی چې ورزشي تمرینونه یې د اونۍ پای ته ساتلي وو او په یوځل یې ۱۵۰ دقیقې ورزش کاوه او څلورمه ډله هغوی چې ۱۵۰ دقیقې ورزش یې د دریو یا ډېرو ورځو په ترڅ کې کاوه.

د دې څېړنو نتیجه په زړه پورې وه. ځکه د هغو کسانو پرتله چې هېڅ ورزش یې نه کاوه، د هغو خلکو د مړینو شمېره کمه وه چې یوڅه ناڅه ورزش یې کاوه.

د هغې ډلې چې د اونۍ په پای کې یې ورزش کاوه، د مړینو کچه د ټولو ناروغیو له کبله د مړینو پرتله ۲۱ سلنه او د زړه د رګونو د ناروغیو له کبله د مړینو پرتله ۳۳ سلنه لږه وه او حتی هغو کسانو چې د ورزش ساعتونه یې د اونۍ پر ورځو وېشلي وو، دا امتیاز لاره چې د ټولو ناروغیو له وجې د دوی د مړینو شمېر ۱۷ سلنه او د زړه د رګونو د ناروغیو له کبله یې د مړینو شمېر ۱۹ سلنه لږ وو.

XS
SM
MD
LG