د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۷

د سوات په مدرسه کې د زده‌کوونکي وژنه؛ تره یې کیسه کوي


د سوات په مدرسه کې د زده‌کوونکي وژنه؛ تره یې کیسه کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:43 0:00

د سوات په خوازه خېله کې د یوه زده کوونکي تر وژنې وروسته پولیسو مدرسه تړلې او د هغه د مرګ او ورباندې د تاوتریخوالی په تړاو یې نهه تنه نیولي دي. د ۱۴ کلن ماشوم تره صدر ایاز وايي، وراره یې مدرسې ته تګ نه غوښت او ده چې وپوښت نو هغه ورته وویل چې هلته یې ښوونکي وهي او "غلطې" غوښتنې ورڅخه کوي. ایاز وايي، دی له وراره سره ولاړ او هلته یې له ښوونکو پوښتنه وکړه نو هغوی ورته پر "قران لاس کښېښود"، قسم یې وخوړ چې ماشوم "درواغ وايي" او ډاډ یې ورکړ چې وراره ته به یې هېڅ تکلیف نه وي. دی وايي، وراره یې هلته پرېښود او لږ ساعت وروسته د مدرسې ناظم ورته ټېلېفون وکړ او ورته یې وویل چې هغه په "غسلخانه کې لوېدلی او زخمي دی" نو روغتون ته ورشه. ایاز زیاتوي، پولیسو چې ورته ټېلېفون وکړ نو ورته یې وویل چې زده کوونکی مړ دی او تشدد ورباندې شوی دی. پولیس وايي، د ماشوم د وژنې په تړاو یې د دوو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی. له صدر ایاز سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG