د پلازمینې کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکی خالد مفتون یار وايي" مور مې د لوړ فشار ناروغي لري، مونږ د مور لپاره په دیګ کې مالګه کمه اچوو، خو چې ډوډۍ ته کېنو دا یې په کاسه کې اضافه کوي، وايي مالګه یې کمه ده."
خالد وايي، دی او خویندې یې که له مور مالګه پتوي، د پلار له سترګو بیا بوره پناه کوي، ځکه په وینا یې هغه د شکرې ناروغي لري. نوموړي ازادي راډیو ته وویل" پلار مې دی، که د سهار چای کی ورته مونږ بوره کمه واچوو نو دی وايي چې ولې بوره کمه ده، که وایو درته ښه نه ده شور کوي چې تاسې اوس ماته بوره هم نه راکوئ. پکار ده چې دوی خپله ځانته توجه وکړي."
زمونږ یوه خور ده چې وزن یې بیخي زیات شوی خو خپل ځان ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
د کابل ولایت بله اوسېدونکې زرمینه وايي د خور وزن یې بیخي زیات شوی، په خبره یې له ۹۰ کیلو اوښتی چې نورې روغتیايي ستونزې یې هم ورته پیدا کړي، خو شکایت کوي چې ځانته پام نه کوي او د دوی وینا هم ورته بې ګټې ده" زمونږ یوه خور ده وزن یې بیخي زیات دی، خپل ځان ته هیڅ توجه نه کوي، خپلو خوړو ته، که مونږ هر څه ورته وایو زامن یې، لورګانې یې. دا چې وزن یې زیات دی په لاره نشي تللی د پښو په درد اخته شوې ده."
روغتیا پالان وايي ځانساتنه هغه شعوري او د خپلې خوښې کار دی چې یو څوک یې د خپل فزیکي، رواني، عاطفي، ټولنیز او معنوي روغتیا د ساتنې یا لوړولو لپاره ترسره کوي. د دوی په خبره دا مفهوم د ځانپوهولو او د انسان د حقیقي اړتیاوو د پېژندنې پر بنسټ ولاړ دی، او له خلکو سره مرسته کوي تر څو تر خپلې وسې د خپل ځان د روغتیا مسوولیت پر غاړه واخلي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نورالله چمتو په جسمي ناروغیو د ځان ساتنې د مثبتو اغیزو په اړه ازادي راډیو ته وویل"د جسمي ناروغیو په برخه کې هم ځان ساتنه ډیر ګټور تاثیرات لري؛ لکه منظم ورزش کول، د زیاتوالي په صورت کې د بدن د وزن کمول، د مالګې او بورې کم مصرف او منظم خوب کول په عمومي ډول او په خاص ډول د شکر، د وینې د لوړ فشار، چاغۍ او د زړه د ناروغیو په برخه کې ضروري او ګټور کار دی. "
دی وايي، څېړنې ښيي هغه کسان چې په منظم ډول ځان ته پاملرنه کوي، لږترلږه له فشار، خپګان، اندېښنې، کاري ستړیا او مزمنو ناروغیو سره نه مخ کېږي.
په افغانستان کې ډېر خلک د ځان روغتیا ته پام نه کوي او ځکه نو په ناروغیو اخته کېږي.
ځان ساتل یا ځان ته د پاملرنه او د ځان مراقبت، نه یوازې د فرد لپاره ګټه لري، بلکې یوه سالمه ټولنه هم رامنځته کوي.
خو ټولپوه فضل غني حقمل ازادي راډیو ته وویل، په خواشینۍ سره چې افغانستان کې ورته څوک پام نه کوي، یا په خبره یې، که کېږي هم ډیر کم.
دی وايي"متاسفانه دا په افغانستان کې یوه عمومي ستونزه ده، یعنې اکثریت غړي د ځان سلامتیا ته پام نه کوي او همدا لامل دی چې په بیلابیلو ناروغیو اخته کېږي. هر سړی باید د ځان خیال وساتي او خپل صحت او سلامتیا په پام کې ونیسي. ګني دا ډیر خطرناک او مرګوني عواقب لري."
ټولنپوهان ټینګار کوي، چې ځانساتنه یوازې یوه فردي چاره نه ده، بلکې یو ټولنیز مسوولیت هم دی. ځکه د دده په خبره هغه څوک چې د خپلې فزیکي او رواني روغتیا اهمیت درک کړي، کولی شي په کورنۍ، کارځای او ټولنه کې اغېزمن رول ولوبوي.
نن د جولای ۲۴ د ځان ساتنې یا ځان ته د پاملرنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د ځان ساتنې د نړیوال بنسټ له خوا نومول شوې چې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې نمانځل کېږي. د دې نمانځلو موخه د یادې موضوع په اړه د عامه پوهاوي پراخول دي.