د غزې د ملکي دفاع اداره وايي چې اسراییلي ځواکونو پر هغو فلسطینیانو چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو، ډزې کړي، ۹۳ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونه له مخې اتیا کسان هغه مهال ووژل شول چې په بشري مرستو بار لارۍ د غزې شمال ته ورسېدلې، ۹ نور په جنوبي رفح ښار کې او ۴ نور بیا په خان یونس ښار کې د مرستو د ویش مرکزونو ته نژدې وژل شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د هغو ۲۵ لاریو خوا ته چې د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې د مرستې خواړه پکې بار کړي و، د غزې سرحد ته له اوښتو او له تلاشۍ تر تېرېدو وروسته سلګونه وږي کسان ورغلل خو اسراییلي ځواکونو په همدې حال کې پر هغوی ډزې وکړې.
د مې میاشتې له پیله ۸۰۰ تنه فلسطینیان چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ د تلفاتو دا ارقام رد کړي دي او وايي، هغه مهال چې زرګونه خلک غزې ښار ته نژدې راټول شول، سرتېرو د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره هوايي ډزې وکړې.
په غزه کې د هغو کسانو وژنه چې ځانګړو مرکزونو ته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورځي، لومړۍ پېښه نه ده او فلسطیني چارواکي یې پړه پر اسراییلو اچوي.
ملګروملتونو د روانې جولای میاشتې په سر کې وویل چې د مې میاشتې له پیله ۸۰۰ تنه فلسطینیان چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله وژل شوي دي.
۳۶ کلن قاسم ابو اختر فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، دی د یوې بوجۍ اوړو د ترلاسه کولو لپاره د مرستو یوه مرکز ته ورغی خو هلته له زرګونه نورو بېوزلو خلکو او د اسراییلي ځواکونو له ډزو سره مخامخ شو. نوموړی وايي، اسراییلي ټانکونو پر خلکو له مخې ډزې کولې او نښه ویشتونکو سرتېرو پر دوی داسې ډزې کولې، لکه څوک چې په ځنګله کې د حیواناتو ښکار کوي. ابواختر وايي چې د ده د سترګو پروړاندې لسګونه کسان شهیدان شول.
د اسراییل پوځ وايي چې سرتېرو یې د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره هوايي ډزې وکړې.
د خوړو نړیوال پروګرام پر ملکي وګړو ډزې غندلې دي او دا یې د نه منلو وړ کار بللی. فرانسپرس د راپور په دوام لیکي چې په غزه کې پر رسنیو د اسراییل له خوا د لګېدلو محدودیتونو له وجې آژانس دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.
د اسراییلو پوځ وايي چې د مرستو د وېش پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پر ځینو تدابیرو کار روان دی او زیاتوي چې له تېرو پېښو څخه یې زده کړه کړې او په روانه جولای میاشت کې یې خپلو سرتېرو ته یولړ نوې لارښوونې کړې دي.
په غزه کې دا حالت وروسته له هغه راغی چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل برید وکړ، ۱۲۱۹ کسان یې چې اکثر ملکي وګړي وو، ووژل او شاخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. د دې حملې په ځواب کې اسراییلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي ویلي، د اسراییل په عملیاتو کې نژدې ۵۹ زره کسان وژل شوي چې ډېره برخه یې ملکي وګړي وو.